
د کابل ښاروالۍ د چاپېریالي روغتیا او چاپېریال ساتنې ریاست له خوا د دویمې ناحیې اړوند سیمو څخه ۸۵۰ کیلو ګرامه د چرګ خرابه شوې غوښه تر پېژندلو وروسته راټوله او له ښار څخه د باندې په ګزک سیمه کې د روغتیايي اصولو له مخې له منځه یوړل شوه.
د چاپېریالي روغتیا ریاست مرستیال مفتي فضل کریم احمد په دې تړاو وویل: د ښار په کچه له ګدامونو او پلورونځیو څخه د توکو د کیفیت، خوندیتوب او د نېټې له اړخه څارنې روانې دي.
نوموړي زیاته کړه چې، د یادې سرغړونې لاملین تر قانوني څېړنو لاندې نیول کېږي او له داسې سرغړونو څخه د مخنیوي په برخه کې به اړین ګامونه پورته شي.
د کابل ښاروالۍ مسئولین له ښاریانو غوښتنه کوي چې، د خوراکي توکو د پېرلو پرمهال د هغوی نېټې او کیفیت ته په کلکه پام وکړي او د هر ډول سرغړونې د لیدلو په صورت کې له اړوند ادارو سره په اړیکه کې شي.
د دویمې ناحیې اړوند سیمو څخه ۸۵۰ کیلو ګرامه د چرګ خرابه شوې غوښه راټوله او له منځه یوړل شوه


