
د چاپېریال د وضعیت د ښه والي، د ښاري کلتور د ودې او د ښاریانو د مسئولیت احساس د پیاوړتیا په موخه، د د دویمې ناحیې اړوندو سیمو کې تنظیفي حشر ترسره شو.
په دې حشر کې چې، د کابل ښاروالۍ د مسئولینو، د دویمې ناحیې د علماوو شورا، ګذر وکیلانو، ځوانانو او د سیمې د اوسېدونکو په ګډون ترسره شو، له بېلابېلو سیمو څخه کثافات راټول او له ښار څخه بهر ولېږدول شول.
د دویمې ناحیې رئیس مولوي غوث محمد جندالله، د ښاریانو د پراخ ګډون او مرستې څخه د مننې ترڅنګ وویل: دغه حشر د ښار د پاکوالي د تأمین په برخه کې یو اغېزمن ګام دی او له ټولو ښاریانو څخه غوښتنه کوو چې، د خپلو کورونو، هټیو او نورو ملکیتونو مخې ته د پاکوالي په ساتنه کې خپل مسئولیت په ښه توګه ادا کړي.
په همدې حال کې، د کابل ښاروالۍ د نشراتو او عامه پوهاوي ریاست د عامه پوهاوي آمر محمد یاسین امین، د ښار په پاکوالي کې د خلکو پر همکارۍ ټینګار وکړ او له ښاریانو غوښتنه وکړه چې، خپل کثافات په ټاکل شویو ځایونو کې واچوي، څو یې د تنظیف کارکوونکي پر وخت ولېږدوي.
دغه راز د دویمې ناحیې د ګذر وکیلانو د شورا رئیس سردار علي صادقي په خپلو خبرو کې وویل چې، د ښار پاکوالی یوازې د تنظیف د کارکوونکو مسئولیت نه دی، بلکې ټول ښاریان د ښاري چاپېریال په ساتنه کې ګډ مسئولیت لري.
په دویمه ناحیه کې د ښاریانو په ګډون تنظیفي حشر ترسره شو


