
د کابل ښاروالۍ د مشرتابه پلاوي نوبتي غونډه د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید په مشرۍ ، د یادې ادارې د مرستیالانو او د اړوند څانګو د مسئولینو په ګډون، په غوره توګه د ښاري خدمتونو د ترسره کېدو او د چارو د ارزونې په موخه ترسره شوه.
په دې غونډه کې د ودانیزو پروژو د پلي کولو پر چټکوالي، د پلانونو چمتو کولو، له ودانیزو سرغړونو څخه د مخنیوي، د عوایدو د زیاتوالي، تنظیفي خدمتونو، زرغونتیا او د ښاري نظم په اړه بحث او خبرې وشوې.
کابل ښاروال په چارو کې په مسئولیت منلو، همغږۍ، د ښاري خدمتونو د کچې پر لوړولو او پر دقیقې څارنې ټینګار وکړ.
د غونډې په پای کې د چارو په ترسره کولو کې شفافیت او د مسئولینو د ځواب ویلو په اړه پرېکړې وشوې او د بېلابېلوڅانګو مسئولینو ته سپارښتنه وشوه، څو ورسپارل شوې چارې په چټکۍ، دقیقه توګه او د کیفیت په پام کې نیولو سره پر وخت ترسره کړي.
د کابل ښاروالۍ د مشرتابه پلاوي نوبتي غونډه ترسره شوه
18 سرطان 1405


