الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د سړکونو د ترافیکي کرښو د ساتنې او سمې کارونې په اړه د کابل ښاروالۍ خبرتیا

20 سرطان 1405


کابل ښاروالۍ د ترافیکي بهیر د تنظیم، د تګ راتګ لیکو د بېلولو او د ښاریانو د خوندي تګ راتګ د تأمین په موخه، د ښار پر سړکونو ترافیکي کرښې رسموي. له بده مرغه لیدل کېږي چې، یو شمېر موټرچلوونکي د ترافیکي اصولو او قوانینو خلاف خپل وسایط د دغو کرښو پر سر چلوي، چې له امله یې د کرښو رنګ ژر پاکېږي او د ترافیکي نښو روښانتیا او اغېزمنتوب کموي.
له ټولو درنو موټرچلوونکو څخه په درنښت غوښتنه کېږي چې، د خپلو وسایطو ټایرونه د سپینو ترافیکي کرښو (Road Markings) پر سر ونه چلوي. د دغو کرښو ساتنه د ترافیکو په ښه تنظیم، د سړکونو په پایښت او د ترافیکي پېښو په کمولو کې مهم رول لري.
همدا راز ټاکل شوې ده چې په راتلونکو ورځو کې د ښار په یو شمېر نورو سړکونو کې هم ترافیکي کرښې رسم شي. له ټولو درنو ښاریانو څخه هیله کېږي چې د سړکونو د سمې کارونې اصول په پام کې ونیسي، د ښاري تأسیساتو په ساتنه کې خپله ونډه ادا کړي او له کابل ښاروالۍ سره هر اړخیزه همکاري وکړي.
د ښاري تأسیساتو ساتنه د ټولو ښاریانو ګډ مسئولیت دی.