د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د دولسمې ناحیې له اوسېدونکو سره وکتل

13 سنبله 1398

د کابل ښاروالۍ ښاروال احمد ذکې سرفراز د مالي او اداري مرستیال سید الرحمن جلال په ګډون نن له غرمې وروسته د ۱۳۹۸ کال د سنبلې میاشتې په ۱۲ نېټه د سه شنبې په ورځ د دولسمې ناحیې له اوسېدونکو او سپین ږیرو سره ولیدل او د هغوی ستونزې یې واورېدې. د کابل ښاروال دوي ته د ښاروالۍ بهتره تاسیساتو ته د لاسرسۍ او د غیر پلاني ساحو بدلول په پلاني ساحو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل ! د ۱۳۹۸ کال د پروژو په بیلا بیلو برخو کې د متوازنې پراختیا اصل ته په پام سره مونږ په ۱۳۹۹ کال کې ډېرې زېربنایي او پرمختیایي پروژې پلان کړي او پلي کیږي .چې د خلکو ډېرې ستونزې به ورسره حل شي. او د وخت په تېرېدو او خپلو امکاناتو په درلودلو سره به د کابل ښار ټولې ستونزې حل او د ښار نورو اوسېدونکو رضایت تر لاسه کړو . د دې تر څنګ د برنامو په پلي کولو کې یې د خلکو رول خورا مهم او اساسي وباله او له دوي یې وغوښتل چې د پروژو په پلي کولو په ځانګړي ډول د کابل ښاروالۍ د بیا رغونې په لاره کې د خنډونو لرې کولو کې همکاري وکړي . په آخر کې د کابل ښاروال ژمنه وکړه چې هغه چمتو دی تر څو د دوي د چاپېریال ستونزې، په بېلابیلو برخو کې د کثافاتو مدیریت ، د سرکونو او ویالو په جوړولو کې همکاري وکړي.