الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ګذر وکیلانو د ارزونې کمېټې ناسته ترسره شوه

22 سرطان 1405


د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو د مرستیال حاجي محمد نبي عثماني په مشرۍ د ګذر وکیلانو د ارزونې کمېټې ناسته ترسره شوه.
په دې ناسته کې د درېیمې، پنځمې، شپږمې، اوومې، اتمې، لسمې، دیارلسمې، اوولسمې، او یو ویشتمې ناحیې له خوا د ګذر وکیلانو په توګه ور وپېژندل شوي کسان و ارزول شول.
د کابل ښاروالۍ مسؤلین وایي، که اوسني ګذر وکیل یا نوی نوماند د یادې کمېټې تأیید ترلاسه کړي، نو د ګذر د وکیلانو د ټاکنې او ګوښه کولو د کړنلارې له مخې به د دوی د تحصیلي او کاري مخینې د ارزونې لپاره به اړوندو ادارو ته ور وپېژندل شي او د سندونو تر بشپړېدو وروسته به د وروستۍ منظورۍ په موخه، د کابل ښاروالۍ محترم مقام ته وړاندیز شي.
د کابل ښاروالۍ مقام له تائید وروسته نویو ټاکل شویو ګذر وکیلانو ته د ولسي او ټولنیزو چارو د همغږۍ ریاست له خوا د وکالت مهر سپارل کېږي او اړوند ناحیې ته په رسمي توګه معرفي شي څو د ښاریانو او مسئولینو ترمنځ د نښلوونکي پله په توګه خپله دنده ترسره کړي.
د ګذر وکیلانو د ارزونې په لړۍ کې د دوی د همکارۍ کچه، سیرت او صورت، ټولنیزې اړیکې او مکلفیتونه، اهلیت او شخصیت په دقیقه توګه ارزول کېږي.
د مسؤلینو په وینا، تر اوسه د ښار له بېلابېلو ناحیو څخه یو شمېر د ګذر وکالت ته نوماندان ارزول شوي او هغه کسان چې تر ټولو لوړې نمرې یې ترلاسه کړې دي، د قانوني پړاوونو له بشپړېدو وروسته د وروستۍ منظورۍ لپاره د کابل ښاروالۍ مقام ته وړاندیز شوي دي.
د ګذر وکیلانو د ارزونې کمېټه د اړتیا له مخې په میاشت کې دوه یا درې ناستې ترسره کوي څو د ور پېژندل شویو کسانو صلاحیت او وړتیا و ارزوي.
ګذر وکیلان د خپلو دندو د لایحې له مخې د خلکو او مسئولینو تر منځ د نښلوونکي پله حیثیت لري او اړتیا ده چې، د ښاریانو د ستونزو د حل په برخه کې خپل مسئولیت په غوره او صادقانه توګه ترسره کړي.