الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د روسیې فدراسیون له سفیر سره وکتل

24 سرطان 1405


کابل ښاروال مولوي عبدالرشید په کابل کې د روسیې فدراسیون له سفیر دمیتري ژیرنوف او مل پلاوي سره یې په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د کابل ښاروالۍ او د روسیې د ښاروالیو ترمنځ د دوستانه اړیکو پر پراختیا، د زېربنايي پروژو او هوايي پلونو د طرحو، د اداري وړتیاوو د لوړولو او د ښاري مدیریت په برخه کې د بریالیو تجربو د تبادلې په اړه بحث او خبرې وکړې.
کابل ښاروال د دې ادارې د پراختیايي برنامو او پلانونو د تشریح کولو ترڅنګ د زېربنايي او ټولګټو پروژو د پلي کولو او د ښاري مدیریت په برخه کې د ورسیې له فدراسیون څخه د دوامداره همکاریو غوښتنه وکړه.
ورته مهال په کابل کې د روسیې فدراسیون سفیر دمیتري ژیرنوف د کابل ښاروالۍ د پراختیايي برنامو او پلانونو هرکلی وکړ او ویې ویل چې، د کابل ښار د آبادۍ لړۍ په چټکۍ سره روانه ده او د پخوا په پرتله د ښار په بڼه کې د پام وړ مثبت بدلون رامنځته شوی دی.
دغه راز ښاغلي دمیتري ژیرنوف له کابل ښاروالۍ سره د خپل هېواد د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ او هیله یې څرګنده کړه چې، د دواړو لورو د اړیکو په لا پیاوړتیا سره به په کابل ښار کې د لا ډېرو اغیزمنو پروژو د پلي کېدو زمینه برابره شي.