د ښاریانو د روغتیا خوندي ساتلو هڅو پردوام، د کابل ښاروالۍ د چاپېریالي روغتیا او چاپېریال ساتنې ریاست له خوا د ښار له بازارونو څخه راټول شوي ۴۳ زره او ۲۱ کیلو ګرامه بې کیفیته خوراکي او غیر خوراکي توکي چې، د مصرف نېټه یې هم پای ته رسېدلې وه، د ټاکل شوي پلاوي په حضور کې له ښار څخه د باندې په ګزک سیمه کې له منځه یوړل شول.
د کابل ښاروالۍ د چاپېریالي روغتیا او چاپېریال ساتنې رئیس مولوي نجیب الله زاهد په دې اړه وویل: په دغو توکو کې شیدې، ملايي، بیسکویټ، غوړي، پنیر، د لوبیا او نخودو کنسرو، د رومي بادنجانو روب، شامپو، صابون او نور توکي شامل وو.
نوموړي ټینګار وکړ چې، د کابل ښاروالۍ مسئولین په دوامداره توګه له بازارونو څخه څارنې کوي څو د ښاریانو روغتیا خوندي او وکولای شي په ښه کیفیت خپل د اړتیا وړ توکي ترلاسه کړي.
د چاپېریالي روغتیا او چاپېریال ساتنې رئیس له پلورونکو وغوښتل چې، د تېر وخته او بې کیفیته توکو له پلورلو څخه په کلکه ډډه وکړي او ښاریان هم باید د توکو پېرلو پرمهال د هغوی نېټه او کیفیت په پام کې ونیسي.
څه باندې ۴۳ ټنه بې کیفیته خوراکي او غیر خوراکي توکي له منځه یوړل شول


