
د کابل ټولو درنو ښاریانو ته خبر ورکول کېږي چې، پليلارې د پلیو تګ کوونکو د خوندي او اسانه تګ راتګ لپاره جوړې شوې دي او عامه ملکیت ګڼل کېږي.
له بده مرغه لیدل کېږي چې، یو شمېر ښاریان په پلیو لارو کې د لېږد وسایطو په درولو، د هټیو د مالونو او توکو په اېښودلو، د ګرځنده فعالیت کوونکو پر فعالیتونو، د څاهګانو په کیندلو او نورو ناقانونه فعالیتونو په ترسره کولو سره یادې لارې بندوي. دغه کړنې نه یوازې ښاري تأسیساتو ته زیان رسوي، بلکې د پلیو تګ کوونکو په ځانګړې توګه د سپین ږیرو، ماشومانو او معلولیت لرونکو کسانو لپاره د تګراتګ جدي ستونزې هم رامنځته کوي.
له همدې امله ټولو ښاریانو ته خبر ورکول کېږي چې، هېڅ حقیقي یا حکمي شخص حق نه لري څو پلېلارې د شخصي ګټې لپاره وکاروي، تصرف یې کړي یا یې وتړي.
کابل ښاروالۍ د ښاري نظم د تأمین په موخه له پلیو لارو څارنه کوي او ټول ناقانونه خنډونه، تأسیسات او تصرفات به راټول او له منځه یوسي. همدا راز له هغو کسانو سره چې، خپل نقلیه وسایط په پلیو لارو کې دروي، د نافذه قوانینو له مخې به ورسره قانوني چلند وشي.
له ټولو درنو ښاریانو او اصنافو څخه غوښتنه کېږي چې، مخکې له دې چې قانوني ګامونه پورته شي، د سرغړونو موارد ژر تر ژره اصلاح کړي او د پلیو لارو په ساتنه او د ښاري نظم په ټینګښت کې له کابل ښاروالۍ سره همکاري وکړي.
پلېلارې د پلیو تګ کوونکو حق؛ او ساتنه یې زموږ ټولو ګډ مسئولیت دی.


