الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروالۍ ۱۰۷۷ ودانیزې نقشې تأیید او منظورې کړې دي

27 سرطان 1405


د کابل ښاروالۍ د ودانیزو نقشو د ویزې کمېټې، د ۱۴۰۵ کال له پیل څخه تر اوسه د تخنیکي ارزونو او اړینو اصلاحاتو له ترسره کولو وروسته، د استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو ۱۰۷۷ نقشې تأیید او منظورې کړې دي.
دغه نقشې د ښار جوړونې د نورمونو، معیارونو او اصولو سره مطابق چمتو او ارزول شوې دي، ترڅو ښاریانو ته په قانوني، معیاري او اسانه توګه په پلاني او غیرپلاني سیمو کې د ودانیو او نورو تاسیساتو د جوړولو د رسمي جواز ترلاسه کولو زمینه برابره شي.
کابل ښاروالۍ د نقشو د ارزونې او منظورۍ ترڅنګ، د ودانیو د جوړولو بهیرهم په دوامداره توګه څاري څو پروژې د منظورو شویو نقشو، غوره کیفیت او تخنیکي معیارونو مطابق پلې شي. دغه څارنې د ودانیو د استحکام په لوړولو، د ښاریانو د خوندیتوب په تأمین او د طبیعي پېښو، په ځانګړې توګه د زلزلې، له امله د رامنځته کېدونکو ګواښونو په کمښت کې مهم رول لري.
کابل ښاروالۍ د ښاري ماسټرپلان د پلي کولو، د قانوني او معیاري ودانیو جوړولو او د ښار د متوازنې پراختیا په برخه کې مناسبې زمینې برابرولو ته ژمنتیا لري. له همدې امله له ټولو ښاریانو غوښتنه کېږي چې د هر ډول ودانیزو چارو له پیل وړاندې له اړوندو ادارو څخه رسمي ودانیز جواز ترلاسه کړي او د ودانۍ ټولې چارې د تائید شویو نقشو او د ښار جوړونې د اصولو او مقرراتو مطابق پر مخ یوسي. دا بهیر د ښاري نظم د ټینګښت سربېره، د اقتصادي ودې، د خوندیتوب د کچې د لوړولو او د کاري فرصتونو په رامنځته کېدو کې هم مرسته کوي.