
د کابل ښاروالۍ په وړاندیز او د ریاستالوزراء د محترم مقام په منظورۍ، ښاغلی مولوي محمد خالد د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست د فني مرستیال په توګه ټاکل شوی او یو لړ مراسمو په ترڅ کې د مقام د دفتر رئیس مفتي عبدالقادر نعماني او د کابل ښاروالۍ د کارکوونکو چارو د رئیس مولوي صارم محمود له خوا خپلو همکارانو ته ور وپېژندل شو.
په دغو مراسمو کې مفتي عبدالقادر نعماني په خپلو خبرو کې د کابل ښاروالۍ د مشرتابه سپارښتنې په ډاګه کړې او په غوره توګه یې د تنظیفي خدمتونو په ترسره کولو، ژمنتیا، امانتدارۍ او د دندو د ترسره کولو پر مهال د مسئولیتپالنې پر اهمیت ټینګار وکړ. نوموړي هیله څرګنده کړه چې، د نوي فني مرستیال په هڅو به د تنظیفي خدمتونو کیفیت او د ښاریانو د رضایت کچه نوره هم لوړه شي.
دغه راز نوموړي وویل چې، دغه ټاکنه د وړتیا پر بنسټ ترسره شوې ده او زیاته یې کړه، مولوي محمد خالد د لوړو زدهکړو، کاري تجربې او لازمې ژمنتیا په لرلو سره کولای شي د تنظیفي خدمتونو د وړاندې کولو د بهیر په ښه والي او په اغېزمنه توګه د ورسپارل شویو مسئولیتونو په ترسره کولو کې مهم رول ولوبوي.
د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست نوی فني مرستیال وټاکل شو
29 سرطان 1405


