الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د نود یک فامیلیو سیمې اوسېدونکو ته ۹۳ اپارتمانونه د بازار له بیې په ۲۰ سلنه تخفیف کرایه تثبیت شول

30 سرطان 1405


د کابل ښاروالۍ د ښاري بیا پراختیا پروژې د لومړۍ برخې له دوو بلاکونو څخه، چې د اوولسمې ناحیې اړوند د ۹۱ فامیلیو په سیمه کې جوړ شوي، ۹۳ اپارتمانونه د دغې سیمې اوسېدونکو ته د بازار د نرخ په پرتله په ۲۰ سلنه تخفیف د کرایې لپاره تثبیت شول.
د دې پروژې لومړۍ برخه ۱۴۸۵ متر مربع ځمکه احاطه کوي چې، په هغه کې د تهکوۍ په ګډون دوه لس پوړیز بلاکونه جوړ شوي دي چې، یو پوړ یې سوداګریز او پاتې نهه نور یې استوګنیز دي.
په دغو دوو بلاکونو کې په ټولیز ډول ۱۰۸ استوګنیز اپارتمانونه له نورو اړینو آسانتیاوو سره په پام جوړ شوي دي چې، له دې شمېر څخه ۹۳ اپارتمانونو د بازار نرخونو په کتو په ۲۰ سلنه تخفیف کرایه تثبیت شول.
په دې پروژه کې د زرغونو سیمو، پلیو لارو، تم ځایونو او نورو ښاري تاسیساتو جوړول هم شامل دي چې، د اوسېدونکو لپاره به یو منظم، معیاري او مناسب چاپېریال رامنځته کړي.
د کابل ښاروالۍ د ځمکې د تنظیم او بیا پراختیا ریاست ټینګار کوي چې، د ځمکې د بیا تنظیم او ښاري پراختیا له نوې کړنلارې څخه په ګټې اخیستنې سره به ورته نورې پروژې د ښار په نورو ناحیو کې هم پلې شي څو ښاریانو ته د مناسب استوګنځي زمینه برابره او ورسره جوخت به غیر پلاني سیمې په پلاني بدلې شي.