
کابل ښاروال مولوي عبدالرشید، د ښاري او چاپېریالي ستونزو د حل په موخه، د یوې کاري ورځې په ترڅ کې د لومړۍ، اوومې، اتمې، لسمې، دیارلسمې، اوولسمې او شلمې ناحیې د اوسېدونکو له استازو سره وکتل او په یو شمېر موضوعاتو یې خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې ښاریانو خپلې ستونزې، وړاندیزونه او نظرونه له کابل ښاروال سره شریک کړل. کابل ښاروال د هغوی د غوښتنو او ستونزو تر اورېدو وروسته ډاډ ورکړ چې، دا اداره به د شته امکاناتو او سرچینو په کارولو سره د ښاري خدمتونو د ښه والي او د ښاریانو د پر ځای او قانوني غوښتنو د پوره کولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
نوموړي ټینګار وکړ چې، په شفافه او عادلانه توګه د قوانینو د پلي کولو له لارې به د ښاریانو حقونه خوندي وي او د هېچا حق به نه ضایع نه شي.
کابل ښاروالۍ وویل: زموږ موخه دا ده چې، ښاریانو ته د آرامه، خوندي او هوسا ژوند زمینه برابره کړو. د کابل ښاروالۍ ټولې پراختیایي پروژې د متوازنې پراختیا د اصل پر بنسټ طرحه او پلې کېږي او د برنامو د عملي کولو پر مهال د ښاریانو حقونه او ګټې خوندي دي.
نوموړي د ښاریانو مرسته او فعاله ونډه د ښاري پروژو د بریالیتوب اساسي لامل وباله او ویې ویل چې، د خلکو له مرستو او همغږۍ پرته، په اغېزمنه توګه د پراختیایي پلانونو پلي کول ناشوني دي.
کابل ښاروال یو ځل بیا ځان د ښاریانو خادم یاد کړ او ویې ویل : د ښاري او ټولنیزو ستونزو حل زموږ له کاري لومړیتوبونو څخه دی او د کابل ښاروالۍ مسئولین د لا ډېرو هڅو پر مټ د ښاریانو د رضایت ترلاسه کولو په موخه اړین ګامونه پورته کړي.
د ناستې په پای کې د یادو ناحیو یو شمېر اوسېدونکو کابل ښاروال د نه ستړې کېدونکوهڅو او غوره خدمتونو د ترسره کولو له امله و ستایه او د ستاینلیک په ورکولو سره یې ترې مننه او قدرداني وکړه.
کابل ښاروال د ښاریانو ښاري ستونزې واورېدې
31 سرطان 1405


