د محرم لسمه د حسیني عاشورا او د اسلام د جلیل القدره پيغمبر حضرت محمد مصطفی ﷺ د لمسي له شهادت سره سمون خوري.
عاشورا؛ دغه تلپاتې حماسه د اسلام په ځلاند تاریخ کې لوړ او د پام وړ مقام لري.
په دغه ورځ حضرت امام حسین (رض) له خپلو ۷۲ ملګرو سره د کربلا په دښته کې د یزید له سر تر پښو وسلهوال لښکر سره د مخامخ کېدو په ځای کې په شهادت ورسېد.
دغه نامساوي جګړه د مسلمانانو په تاریخ کې له سترو حماسو څخه ګڼل کېږي، چې د بې ساري عدالت او حق غوښتنې، مقاومت، پایدارۍ، ایثار او رشادت څرګندونه کوي، چې هېڅکله یې له یاده نه شو ایستلی.
حسیني عاشورا په واقعیت کې ستر درس دی، چې د تاریخ له دې پېښې یې زده کولی شو؛ هغه درس چې باید د بې عدالتۍ، زور ویلو او ظلم پر وړاندې ودرېږو او تسلیم نه شو.
د دې ورځې درناوی په واقعیت کې د حقانیت، عدالت او انسانیت درناوی دی، چې هر کال یې یادونه کوو. دغه درنښت د امام حسین (رض) د عدالت غوښتنې غږ ته احترام او ځواب ورکول او لبیک ویل دي. همدا چاره موږ ته راښيي چې تل د دا ډول تلپاتې تاریخي پېښو احترام وکړو.
په درنښت
پوهنیار احمد ذکي سرفراز - د کابل ښاروال