
د چاپیریال د پاک ساتلو، د تفریحي سیمو د سمې کارونې او د ښاري کلتور د ودې په موخه، د قرغې بند په تفریحي سیمه کې، د کابل ښاروالۍ د مسئولینو، د علماوو شورا غړو، ګذر وکیلانو، ځوانانو او د څوارلسمې ناحیې یو شمېر اوسېدونکو، د یوه تنظیفي حشر په ترڅ کې، د قرغې بند د سیمې له بیلابیلو برخو څخه کثافات راټول او ټاکل شویو ځایونو ته ولیږدول شول.
د دې حشر ګډونوالو له ټولو ښاریانو غوښتنه وکړه چې، د ښاري سیمو، په ځانګړې توګه د قرغې بند د تفریحي سیمې په پاکوالي کې له کابل ښاروالۍ سره هر اړخیزه مرسته وکړي.
دوی زیاته کړه چې د دې حشر موخه، د چاپیریال د پاکوالي د اهمیت په اړه د عامه پوهاوي د کچې لوړول، د مرستې او ټولنیز ګډون د روحیې پیاوړي کول او د ښاریانو لپاره د سالم او پاک چاپیریال رامنځته کول دي.
دغه راز ټینګار وشو چې، د ښار په پاک ساتلو کې د خلکو او چارواکو ترمنځ همغږي یو غوره دود او د مسئولیت منلو نښه ده او له تنظیفي کارکوونکوڅخه ملاتړ، د تنظیفي برنامو لابریالیتوب ته زمینه برابروي.
د حشر دغو ګډون والو د قرغې بند او پغمان د تفریحي سیمو څخه ساتنه، د مهمو لومړیتوبونو په توګه وګڼله اوزیاته یې کړه چې، د دغو دواړو سیمو طبیعي ښکلاګانې باید د خلکو په مرسته وساتل شي او له هر ډول ککړتیا څخه یې خوندي کړي.
د دې حشر په پای کې، یو شمیر ځوانو لوبغاړو د سپورت کلتور د ودې او د سالم ژوند درلودلو ته د ښاریانو د هڅولو په موخه، د قرغې بند سیمې څخه تر تاق ظفر پورې د ځغاستې سیالۍ ترسره کړې.
د قرغې بند په تفریحي سیمه کې تنظیفي حشر ترسره شو


