د کابل ښاروال پوهنیار احمد ذکی سرفراز د شنبه په ورځ د خیر خواه مارکېټ له لسګونو هټۍ والو سره د دولت لخوا د دوی د کار بندېدو او د ستونزو د هواري په موخه وکتل. د کابل ښاروال د هغو هټۍ والو نظرونه او وړاندیزونه واورېدل، چې د تېر کال په لړم میاشت کې يې دوکانونو اور اخیستی و او مالونه یې سوځېدلي وو او اوس ځينې دولتي بنسټونه د تخنیکي، حقوقي او د دوی کاري خوندیتوب د دلایلو پر اساس د فعالیت اجازه نه ورکوي. نوموړي دوی ته ډاډ ورکړ چې کابل ښاروالي د متشبثینو او پانګوالو د ملاتړ لپاره دغه موضوع د دولت له مشرتابه او له ځينو بنسټونو لکه ښار جوړونې او مالیې وزارت او ملي بانک سره په همغږۍ څېړي او د خیرخواه مارکیټ په ساحه کې به د هټۍ والو د فعالیت د دوام لپاره مناسبه حللاره ولټوي.