الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ماشومانو غلا شوی ماشومتوب


(کله چې سکرین د لوبو، کتاب او کورنۍ ځای ونیسي)

✍️آرش «ننگیال»

په دې ارته نړۍ کې هر نسل د خپل وخت له ځانګړو ګواښونو سره مخ وي. کله جګړې، کله لوږه او بېوزلي د ماشومانو ماشومتوب غلا کوي. خو نن په نړۍ کې یو بل غلی او پټ ګواښ هم ورځ تر بلې پراخېږي، هغه د سکرینونو بې‌حده او بې‌مدیریته کارونه ده چې د ماشومانو له ذهن، احساس او شخصیت سره پټه دښمني کوي، داسې دښمني چې په شاتو کې زهر ورکوي.
موږ ډېری وخت داسې انګېرو چې هر څومره یو هېواد اقتصادي او ټکنالوژیک پرمختګ وکړي، په همهاغه کچه به یې د ماشومانو روزنه هم بشپړه او بې‌عیبه وي. خو د ژوند تجربې او عیني واقعیتونه دا تصور ننګوي.
په وروستيو کلونو کې مې له هغو ماشومانو سره د نږدې کېناستو فرصت وموند چې، په اروپا او نورو لوېدیځو هېوادونو کې لوی شوي او د رخصتیو لپاره افغانستان ته راغلي وو. موخه مې دا نه ده چې د یوې ټولنې په اړه عمومي حکم وکړم، ځکه په هر هېواد کې بریالۍ او کمزورې کورنۍ دواړه شته، خو هغه څه چې ما ولیدل، د اندېښنې وړ وو.
د دغو ماشومانو د یوې برخې ژوند د ځیرکو موبایلونو، ټابلیټونو او ډیجیټلي لوبو له نړۍ سره دومره تړلی ؤ، چې له واقعي ژوند سره یې اړیکه کمزورې شوې وه. ساعتونه ساعتونه به د یوه کوچني سکرین مخې ته ناست وو، خو د کتاب د نیمې پاڼې په لوستلو به ستړي کېدل. له نورو ماشومانو سره د لوبو پر ځای به یې مجازي لوبې غوره ګڼلې، د خوړو پر مهال به یې هم سترګې پر سکرین نښتې وې او کله چې موبایل ترې اخیستل کېده، داسې به یې احساس کاوه لکه د دوی د نړۍ یوه مهمه برخه چې ترې اخیستل شوې وي.
ارواپوهان دې حالت ته ډیجیټلي اعتیاد یا روږدتیا وایي. په دې حالت کې ماشوم ورو ورو له واقعي اړیکو، طبیعي لوبو او فکرِي تمرکز څخه لرې کېږي او له مجازي نړۍ سره عاطفي تړاو پیدا کوي.
د امریکا د ماشومانو د طب اکاډمۍ سپارښتنه کوي چې، د ماشومانو د سکرین وخت باید د عمر له اړتیاوو سره سم محدود او مدیریت شي، ځکه بې‌حده کارونه یې د خوب، فکري تمرکز، زده‌کړې او ټولنیزو اړیکو پر کیفیت منفي اغېز کوي.
همدارنګه د روغتیا نړیوال سازمان ټینګار کوي چې، کوچني ماشومان باید کافي فزیکي فعالیت، آزادې لوبې او مناسب خوب ولري او د سکرینونو کارونه یې تر ممکنه بریده محدوده شي.
په( ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ ) میلادي کلونو کې یو شمېر اروپايي هېوادونو هم د ماشومانو د سکرین کارونې په اړه خپلې پالیسۍ سختې کړې. په ځینو ښوونځیو کې د موبایل کارول محدود شوي، د ټولنیزو شبکو لپاره د عمر شرطونه سخت او د مور او پلار د پوهاوي برنامې پراخې شوې چې، دا ټولې هڅې د همدې اندېښنو له امله رامنځته شوې دي.
ماشوم یوازې د کتاب او درس په مرسته نه روزل کېږي، هغه د خاورو په دوړو، د منډو په ستړیا، د ونو تر سیوري لاندې، د ملګرو په خندا، د بایللو او ګټلو په احساس، د کورنۍ په خبرو او د طبیعت په غېږ کې خپل شخصیت جوړوي.
کله چې یو ماشوم په شګو کې لوبې کوي، یوازې وخت نه تېروي، بلکې ستونزې حل کول زده کوي، خپل تخیل روزي، د نورو احساسات درک کوي، خبرې اترې کوي، نوې کلمې زده کوي او خپل بدن له حرکت سره آشنا کوي. دا هغه درسونه دي چې هېڅ ټابلیټ او هېڅ مصنوعي ځیرکتیا یې بدیل نه شي کېدای.
دا سمه ده چې ټکنالوژي د انسان له سترو لاسته راوړنو څخه ده، خو هېڅ اختراع باید د ماشوم د ماشومتوب ځای ونه نیسي. ستونزه په موبایل یا هم ټکنالوژۍ کې نه ده، ستونزه هغه وخت پیدا کېږي چې موبایل د مور او پلار، کتاب، ښوونکي، لوبو او ټولنې ځای ونیسي.
ځینې مېندې او پلرونه خوشاله وي چې، ماشوم یې ساعتونه غلی ناست وي او شور نه کوي، خو کله ناکله همدا چوپتیا د شخصیت د چوپتیا نښه وي. ماشوم باید منډې ووهي، په خاورو کې ولوبېږي، ونو ته وخېژي، ملګري پیدا کړي، بایلل وزغمي، ګټل مدیریت کړي او د ژوند له طبیعي تجربو زده کړه وکړي.
وایي: د بېړۍ لپاره تر ټولو خوندي ځای ساحل دی، خو بېړۍ د ساحل لپاره نه ده جوړه شوې، بېړۍ باید په سمندر ور ګډه شي، له توپانونو، بارانونو او څپو سره مقابله وکړي او خپلې موخې ته ځان ورسوي.
ماشوم هم د څلورو دېوالونو او یوه روښانه سکرین لپاره نه دی پیدا شوی، هغه د ژوند د پراخ سمندر مسافر دی او یوه ورځ به د همدې نړۍ له ننګونو سره مخ کېږي. که نن یې له واقعي ژوند، خلکو او طبیعت سره اړیکه کمزورې شي، سبا به د ژوند له سختیو سره مبارزه ورته ستونزمنه وي.
هغه کورنۍ چې په اروپا، امریکا او نورو پرمختللو هېوادونو کې ژوند کوي، که د خپلو ماشومانو د غوره روزنې ترڅنګ، هر کال وکولای شي د رخصتیو یوه برخه په خپل وطن، د خپلوانو او نورو ماشومانو ترمنځ تېره کړي، دا به یوازې یو سفر نه وي، بلکې د ماشوم د هویت، ژبې، کلتور او ټولنیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره به یوه ارزښتناکه پانګونه وي.
ماشومان د راتلـونکې ټولنې معماران دي. که نن یې ذهن یوازې د سکرین په رڼا روښانه کړو، سبا به یې د فکر، تخیل او عاطفې څراغونه کمزوري شي. خو که نن یې لاس کتاب ته، پښې لوبو ته، زړه کورنۍ ته او سترګې طبیعت ته ور وګرځوو، سبا به داسې نسل وروزو چې هم به له ټکنالوژۍ په هوښیارۍ ګټه اخلي او هم به د انسانیت له ارزښتونو سره ژوره اړیکه ساتي.
ماشومتوب د انسان د ژوند تر ټولو ارزښتناکه شتمني ده، راځئ چې دا شتمني د سکرینونو په رڼا کې ورکه نه کړو، بلکې د مینې، لوبو، کتابونو، طبیعت او کورنۍ غېږې سره یې هم عادت کړو څو د ښوونځي ترڅنګ، ډېره او حجره هم وپېژني او ترې زده کړه وکړي.
«چې ډېر شي، ګڼډېر شي»