✍️ شاهین

رسنۍ د معاصرې نړۍ له خورا اغېزناکو وسایلو څخه دي. نن ورځ د انسانانو افکار، کلتور، اقتصاد، سیاست او حتی د ژوند څرنګوالی تر ډېره د رسنیو تر اغېز لاندې دي. یوه خبره په څو ثانیو کې د نړۍ ترهر ګوټ پورې رسوي او میلیونونه انسانان اغېزمنوي. همدا ځواک که د حق، علم، دعوت، اخلاقو او د امت د یووالي لپاره وکارول شي، د امت د ویښتیا، پرمختګ او عزت لوی لامل ګرځي، خو که د بېلارۍ، درواغو، پروپاګندونو او د وخت د ضایع کولو لپاره وکارول شي، د فرد او ټولنې د زوال لامل کېږي.
له همدې امله دا پوښتنه د هر مسلمان لپاره مهمه ده چې، رسنۍ زموږ د وخت ضایع کولو وسیلې دي او که د امت د ځواک، ویښتیا او اصلاح منبر؟ د دې پوښتنې ځواب یوازې هغه وخت پیدا کېدای شي چې، رسنۍ د قرآن کریم، نبوي سنتو، اسلامي فقهي قواعدو او د معاصر واقعیت په رڼا کې وڅېړل شي.
الله تعالی انسان د عقل، فکر او بیان په نعمتونو ونازاوه او د حق د رسولو او د خیر د خپرولو مسئولیت یې ورسپارلی دی. د اسلام سپېڅلی دین د علم، حکمت، دعوت او اصلاح دین دی او هره هغه وسیله چې، د دغو موخو په تحقق کې مرسته وکړي، د شریعت له نظره ارزښت لري. له همدې امله د اسلامي فقهې مشهور اصل دی چې ژباړه یې په دې ډول ده: وسایل د خپلو موخو او کارونې له مخې حکم خپلوي.
د ټولنیزو رسنیو مفهوم:
ټولنیزې رسنۍ هغه وسیلې دي چې، د معلوماتو، افکارو او خبرونو د لېږد رالېږد لپاره کارول کېږي، لکه تلویزیون، راډیو، ورځپاڼې، انټرنېټ، ټولنیزې شبکې او نورې ډیجیټلي وسیلې.
دا چې نن ورځ تر بل هر وخت د رسنیو مسئولیت زیات دی او پرې ښه پوهیدنه اړینه ده، ځکه اوسنی عصر د ټکنالوژۍ عصر دی، کفار او د هغوي ملګري هڅه کوي،څو د مسلمان ځوانانو ذهنونه تر خپل کنټرول لاندې راولي، بې ځایه آوازې او دروغ خپروي، ارزښتونه مسخره کوي، ځوانان له خپل تاریخ څخه بې خبره کوي. خو که په مقابل کې یې د اسلامي امت ځوانان او د علم په ګاڼه سمبال ځواک د رسنیو په استعمال باندې ځان پوه کړي، نو د دوي هر پروپاګند او دروغ به په همهاغه لومړیو کې د اسلامي امت مخې ته په هغه بڼه سر کیږدي، کوم چې حقیقت دی، په دې صورت کې به هیڅکله زموږ ځوانان د دوي د شومو موخو ښکار نه شي، بلکې د خپل دین، وطن او ارزښتونو مدافع به وي. ځینې ځوانان وايي چې، زه د سیاست، ټکنالوژۍ او رسنیو سره کار نه لرم، په اصل کې دا خبره هیڅ منطق نه مني. که چېرې یو انسان خپل دین او ارزښتونو ته قایل او وفادار وي، نو دا ورته یوه ستره اړتیا ده، ځکه که ته ورباندې کار نه لرې خو دښمن ستا دین، فکر او د راتلوونکي نسل افکار تخریبوي، خپلې ټولې ناوړه کړنې په نړۍ وال دریځ په دا ډول مطرح کوي لکه ته چې مجرم اوسې. د بېلګې په توګه، کله چې د ناټو غړو هېوادونو په افغانستان یرغل وکړ او افغانستان یې اشغال کړ، د دوي تبلیغات د اشغال لپاره دا وو چې، موږ افغانستان کې ترهګر له منځه وړو! عجیبه نه ده! ماشومانو دوی شهیدانول، ښونځي، مدرسې، جوماتونه دوی بمبار کړل او ترهګر د افغانستان مظلوم ملت او هغه کسان وو چې، د خپلې خاورې دین او ناموس دفاع یې کوله. همدا د رسنیو د نه شتون احساس دلته تر ډیره تر سترګو کیده چې، د افغانستان د مظلوم ملت غږ هیچا نه اوریده. په همدې ډول دوی خپل وحشتونو او اشغال د دوام لپاره ځینې خرڅ شوي او له خپلو ارزښتونو ناخبره تش په نوم قلموال یا لیکوالان هم د څو پیسو مقابل کې اخیستي وو، چې د هغوي له خولې څخه هم دا کلمه (ترهګر) د هغه چا لپاره کارول کېده، کوم چې د دین، عزت، ناموس او هیواد دفاع لپاره یې شپه ورځ قربانۍ ورکولې. همدارنګه د ارزښتونو د ساتلو ترڅنګ، نن ورځ رسنۍ په جهاد، اقتصاد او سوداګرۍ کې مهم رول لري.
یو باخبره، متقي او مسلکي ځوان کولی شي د زرګونو درواغو مقابله وکړي، یو مسلمان ځوان کولی شي له ټکنالوژۍ او رسینو څخه په ګټې اخیستنې د غربي نړي اصلي څېره دنیا ته په ډاګه کړي.
کله چې په رسنیو باندې حاکم و اوسېږو هغه وخت کولای شوو چې، نړیوالو ته قناعت ورکړو، چې اصلي ترهګر او وحشت خپرونکي دوي دي اوددې تر څنګ کولی شوو نړیوالو ته قناعت ورکړو چې، د نړۍ د امن او ثبات لپاره یوازینی قانون د اسلام مبارک دین دی، تر څو په نړۍ کې امن او ثبات راولي او نړیوالو ته د اسلام مبارک دین رښتینی انځور وړاندې کړي. د کفر شبهاتو ته ځواب ووايي اوځوان نسل له فکري غلامۍ وژغوري. دغه راز رسنۍ د اسلامي امت غږ نړۍ ته رسوي، د نړۍ مسلمانان یو د بل له درد او ستونزو خبروي د مظلومانو ملاتړ کوي او د اسلام په اړه ناسم تبلیغات ځوابوي.
که چېرې په دې ډول ترې ګټه پورته شي، رسني د امت یو مجازي او چټک ځواک دی، نو له رسنیو څخه په دې ډول ګټه اخیستنې سره ویلی شوو چې، رسنۍ د امت یو ځواک دی، نه د وخت ضایع کیدو وسیله!
رسنۍ؛ د وخت ضایع او که د امت ځواک؟


