
کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د خپلو سیمه ییزو څارنو په لړ کې، د کابل- لوګر سړک له دویمې برخې، د قرغې د ده عربانو- کمپنۍ سړک، د لومړي مکروریان له پله څخه تر پاچا پله پورې سړک، په بني حصار سیمه کې د کانال او په پنځه سوه فامیلیو سیمه کې د ښاري بیا پراختیا پروژې له دویمې برخې څخه څارنه وکړه.
نوموړي د پروژو کاري پرمختګ و ارزاوه او د چارو پر چټکتیا او د تخنیکي معیارونو او کیفیت په پام کې نیولو یې ټینګار وکړ. نوموړي انجنیرانو، مسئولینو او قراردادي شرکتونو ته دنده وسپارله څو د پروژو ټول پړاوونه د فني او ودانیزو معیارونو مطابق ترسره کړي.
کابل ښاروال څرګنده کړه چې، د پروژو کیفیت د کابل ښاروالۍ لپاره یو اصل دی او په دې برخه کې هېڅ ډول غفلت د منلو وړ نه دی. د کابل ښاروال په وینا، کومې برخې چې، د معیارونو مطابق نه وي جوړې شوې، ویجاړېږي او باید بیاځلي جوړې شي.
کابل ښاروال مسئولینو ته سپارښتنه وکړه څو ټول ودانیز توکي تر کارولو وړاندې په لابراتوار کې و آزمویل شي او د پروژو له ټولو کاري پړاوونو څخه دې دوامداره څارنې ترسره شي.
نوموړي همدا راز سپارښتنه وکړه چې، له شته سرچینو څخه دې ډېره ګټه واخیستل شي څو پروژې د قرارداد مطابق په ټاکلي وخت بشپړې شي.
د کابل ښاروالۍ مشرتابه ژمنتیا لري څو تر کار لاندې پروژې په ټاکلي وخت بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپاري؛ هغه پروژې چې، په بشپړېدو سره به یې د ښار په کچه ګڼې ترانسپورتي او ټولنیزې آسانتیاوې رامنځته او ښاري زېربناوو ته به د ښاریان د لاس رسي زمینه برابره شي.
کابل ښاروال له یو شمېر مهمو زېربنايي پروژو څخه څارنه وکړه
6 اسد 1405


