الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 66.12 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ګذر وکیلانو د ارزونې کمېټې غونډه ترسره شوه

12 اسد 1405


د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال، الحاج محمد نبي عثماني په مشرۍ د ګذر وکیلانو د ارزونې کمېټې غونډه د کمېټې د غړو په ګډون ترسره شوه.
په دې غونډه کې د کابل ښار د شپږمې، اوومې، دولسمې او دیارلسمې ناحیو د بېلابېلو ګذرونو د اوسېدونکو له خوا معرفي شوي نوماندان د ګذر وکیل په توګه له بېلابېلو اړخونو وارزول شول.
د کابل ښاروالۍ مسئولینو وویل: که چېرې د ارزونې کمېټه اوسنی ګذر وکیل یا نوی نوماند تأیید کړي، نو د ګذر وکیلانو د ټاکنې او ګوښه کولو د کړنلارې له مخې به د هغوی د تحصیلي سندونو او کاري مخینې د ارزونې په موخه، اړوندو ادارو ته واستول شي. د قانوني پړاوونو له بشپړېدو وروسته به د وروستۍ منظورۍ لباره د کابل ښاروالۍ مقام ته وړاندیز شي.
د مسؤلینو په وینا، له وروستي تأیید وروسته به بریالي نوماندان د ټولنیزو چارو د همغږۍ ریاست څخه د وکالت مهر او اعتبارلیک ترلاسه او اړوندو ناحیو ته به وروپېژندل شي څو په رسمي توګه د ګذر د وکیلانو په توګه د ښاریانو او ادارې ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا او همغږۍ مسئولیت پر غاړه واخلي.
مسېولینو زیاته کړه چې، د ارزونې په بهیر کې د نوماندانو نېک شهرت، وړتیا، شخصیت، ژمنتیا، ټولنیزو مسئولیتونو ته پابندي، له ښاریانو او ادارې سره د همکارۍ کچه او د دندو د ترسره کولو وړتیا په هر اړخیز ډول ارزول کېږي.
د کابل ښاروالۍ د مسئولینو په خبره، تر دې دمه د ښار د بېلابېلو ناحیو د ګذر وکیلانو یو شمېر نوماندان ارزول شوي او هغه کسان چې، لوړې نمرې یې ترلاسه کړې دي، د قانوني پړاوونو له بشپړېدو وروسته د وروستي تأیید لپاره د کابل ښاروالۍ مقام ته ورپېژندل شوي دي.
د یادونې وړ ده چې، د ګذر وکیلانو د ارزونې کمېټه د اړتیا له مخې هره میاشت له دوو تر درېیو غونډو پورې ترسره کوي، څو د ګذرونو د اوسېدونکو له خوا معرفي شویو نوماندانو وړتیا او وارزوي. تر اوسه پورې یو شمېر ګذر وکیلانو د قانوني پړاوونو له بشپړېدو او د وکالت مهر او اعتبارلیک له ترلاسه کولو وروسته، په رسمي ډول په اړوندو ناحیو کې خپلې دندې پیل کړې دي.