
✍️آرش «ننګیال»
د نړیوالو او کورنیو رسنیو او همدارنګه د ملګرو ملتونو او اقلیمي ادارو د راپورونو له مخې، د نړۍ د تودوخې لوړېدل او د سختو ګرمیو څپې ورځ تر بلې زیاتېږي.
ساینس پوهان وایي: د اقلیم بدلون د دې لامل شوی چې د تودوخې څپې اوږدې، شدیدې او ډېرې تکرارېدونکې شي او د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې د خلکو روغتیا، کرنه او اقتصاد له جدي ګواښونو سره مخ کړي.
افغانستان هم د اقلیم د بدلون له اغېزو خوندي نه دی. د ملګرو ملتونو او نړیوال بانک د راپورونو له مخې، افغانستان د هغو هېوادونو له ډلې دی چې، د اقلیمي بدلون پر وړاندې ډېر زیانمنونکي دی. د هوا د تودوخې لوړېدل، وچکالي، د اوبو کمښت او د سختو موسمي پېښو زیاتوالی د هېواد پر خلکو، کرنې او معیشت مستقیم اغېز کوي.
که څه هم کابل د افغانستان له کابو سړو ښارونو څخه ګڼل کېږي، خو روان کال په دې ښار کې هم د هوا تودوخه د پام وړ لوړه شوې ده. دا سمه ده چې اوړی د طبیعت د ښکلا، رنګینو مېوو او زرغونتیا موسم دی، خو له دې ښکلا سره یو ځای د ډېرې تودوخې، د لمر د سوځنده وړانګو، د بدن د اوبو د کمښت او د بېلابېلو ناروغیو ګواښ هم مل وي. ماشومان، سپینږیري، مېندواره مېرمنې او هغه کسان چې د ورځې ډېر وخت په آزاد چاپېریال کې تېروي، د تودوخې له زیانونو ډېر اغېزمنېږي. له همدې امله د روغتیا نړیوال سازمان او د ماشومانو د طب متخصصین سپارښتنه کوي چې، د اوړي په تودو ورځو کې باید د بدن سوړ ساتلو، د کافي مایعاتو څښلو او د لمر له مستقیمو وړانګو څخه د ځان او ماشومانو د ساتنې لپاره باید احتیاط وشي.
روغتیا پالان وایي: جلوهل هغه حالت دی چې، د بدن طبیعي سړونکی سیستم د ډېرې تودوخې له امله خپل عادي فعالیت له لاسه ورکړي. په دې وخت کې د بدن تودوخه لوړېږي اوبه او منرالونه له لاسه ورکوي او که پر وخت درملنه ونه شي، د ژوند لپاره هم ګواښ رامنځته کولای شي. د جلوهلو مهمې نښې تنده، د خولې وچ والی، ډېرې خولې، سرخوږی، سرګرځېدل، بېحالي، د عضلو درد، زړه بدوالی، کانګې او بې هوښه کېدل دي. که دا نښې څرګندې شي، ناروغ باید سمدستي سیوري او سوړ ځای ته ولېږدول شي، جامې یې کمې شي، بدن یې سوړ او مناسب مایعات ورکړل شي. که حالت یې ښه نه شو، باید ژر تر ژره روغتیايي مرکز ته ولېږدول شي.
ډاکټر عصمت الله عرب زی لارښوونه کوي چې، ماشومان د لویانو په پرتله د بدن اوبه ژر له لاسه ورکوي او د بدن د تودوخې د تنظیم وړتیا یې هم کمه وي، نو ځانګړې پاملرنه ورته اړینه ده. هغوی ته باید سپکې، پراخې او نخي جامې ور واغوستل شي، ځکه نخي جامې خولې جذبوي او بدن سوړ ساتي. روښانه رنګونه د لمر وړانګې منعکسوي، خو تیاره رنګونه تودوخه جذبوي. همدارنګه، ماشوم ته د لمر ضد خولۍ ور په سر کول او د امکان په صورت کې د لمر ضد کریم کارول د پوستکي ساتنه کوي. ډاکټر عصمت الله عرب زی زیاتوي، د ورځې د ډېرې تودوخې یعنې د سهار له لسو بجو څخه د مازدیګر تر څلورو یا پنځو بجو پورې، باید ماشومان له کور څخه بهر ونه ګرځي. هېڅکله ماشوم په ولاړ او بند موټر کې که هغه د څو دقیقو لپاره هم وي، یوازې مه پرېږدئ، ځکه د موټر دننه تودوخه په ډېر لنډ وخت کې ګواښونکې کچې ته رسېږي.
ډاکټر عرب زی دا هم وایي چې، د بدن د اوبو ساتل د جل وهلو د مخنیوي تر ټولو مهم اصل دی. لویان باید په منظم ډول اوبه وڅښي، که تږي هم نه وي. ماشومانو ته باید اوبه، طبیعي جوسونه او اوبه لرونکې مېوې لکه هندواڼې، خټکي او انګور ورکړل شي. هغه ماشومان چې عمر یې تر شپږو میاشتو کم وي او یوازې د مور شیدې خوري، اضافي اوبو ته اړتیا نه لري، ځکه د مور شیدې د هغوی د بدن اړتیا پوره کوي.
روغتیایی کارپوهان وايي، د دوبي په موسم کې خواړه ژر خرابېږي، نو باید تل تازه او پاک خواړه وکارول شي او د غیر صحي خوړو او څښاک له اخیستلو ډډه وشي. دغه راز د کور پاکوالی، د ولاړو اوبو له منځه وړل او (ماش لومو) پشه خانو کارول د ډېرو ناروغیو د مخنیوي لامل ګرځي.
د خوب خونه باید مناسبه تودوخه ولري، هوا پکې جریان ولري او د ورځې لخوا باید د خونو پردې ښکته وساتل شي، ترڅو ماشوم آرام او خوندي خوب وکړي.
د اړتیا په صورت کې په سړو اوبو حمام هم د بدن د تودوخې په کمولو کې مرسته کوي.
روغتیا د انسان تر ټولو ستره پانګه ده. د دوبي په تود موسم کې هر انسان په ښه ډول ساتنې او پالنې ته اړتیا لري او دڅو ساده او علمي سپارښتنو په عملي کولو سره کولای شو ځان، خپل ماشومان او د کورنۍ نور غړي له تودوخې یا هم جل وهلو، د بدن د اوبو له کمښت او نورو موسمي ناروغیو څخه خوندي وساتو. پاکوالی، مناسبې جامې اغوستل، کافي مایعات څښل، د لمر له مستقیمو وړانګو څخه ځان ساتل او کوچنیانوته ځانګړې پاملرنه باید زموږ لومړیتوب وي.
د دوبي په موسم کې د ځان او خپلو ماشومانو ساتنه


