
✍️عصمت اللّه «شګیوال»
کرنه د افغانستان د اقتصاد له بنسټیزو سکټورونو څخه ګڼل کېږي چې، د هېواد د اقتصادي پرمختګ، د خوړو د خوندیتوب او د خلکو د ژوند د ښه والي په برخه کې مهم رول لري. د افغانستان ډېری وګړي خپل ژوند د کرنې او مالدارۍ له لارې پر مخ وړي، له همدې امله د کرنیز سکتور پرمختګ د هېواد پر عمومي اقتصادي وضعیت مستقیم اغېز لري. خو د اوبو کمښت، د اوبو سرچینو ناسم مدیریت او د اوبو لګولو د معیاري سیستمونو نشتوالی، د اوږدې مودې راهیسې د کرنې د ودې پر وړاندې له مهمو ستونزو څخه شمېرل کېږي. دغو ستونزو د کرنیزو ځمکو د تولید وړتیا کمه کړې او د هېواد پر اقتصادي پرمختګ یې هم منفي اغېزې کړی دی.
په همدې موخه، د قوش تېپې کانال د افغانستان له مهمو ملي او زیربنايي پروژو څخه ګڼل کېږي، چې د آمو سیند د اوبو د اغېزمنې ګټې اخیستنې او د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه طرحه شوی دی. تمه کېږي چې د دې کانال په بشپړېدو سره به د هېواد په شمالي ولایتونو کې زرګونه هکټاره شاړې او للمي ځمکې د اوبو لګولو تر پوښښ لاندې راشي، د کرنیزو محصولاتو تولید به زیات او د بزګرانو اقتصادي وضعیت به ښه شي. همدارنګه، دغه پروژه کولای شي د خوراکي توکو پر وارداتو د هېواد تکیه راکمه کړي، د کرنې او اړوندو برخو لپاره د کارموندنې نوي فرصتونه رامنځته او د خوړو د خوندیتوب په پیاوړتیا کې مهمه ونډه واخلي.
له همدې امله، د افغانستان د اسلامي امارت د پراختیايي پالیسۍ په چوکاټ کې د افغانستان پر اقتصادي وده کې د قوش تېپې کانال ځانګړی علمي او اقتصادي اهمیت لري. د دې موضوع څېړل نه یوازې د دې سترې ملي پروژې اقتصادي اهمیت روښانه کوي، بلکې دا هم څرګندوي چې د اوبو د سرچینو اغېزمن مدیریت څنګه د کرنې د ودې، د خوړو د خوندیتوب، د کارموندنې او د هېواد د دوامدار اقتصادي پرمختګ لپاره اغېزمن تمامېدای شي.
د قوش تېپې کانال د افغانستان له سترو ملي او زیربنايي پروژو څخه ده، چې د هېواد د کرنې د پراختیا او اقتصادي ودې لپاره ځانګړی اهمیت لري. دا کانال چې، ۲۸۶ کیلومتره اوږدوالی، ۱۰۲متره سور او شاوخوا ۸.۵ متره ژوروالی لري، د آمو سیند اوبه د افغانستان شمالي ولایتونو ته لېږدوي، ترڅو د اوبو له کمښت سره مخ کرنیزې ځمکې خړوبې کړي. د دې پروژې اصلي موخه دا ده چې، نږدې ۵۵۰ زره هکټاره کرنیزه ځمکه د اوبو لګولو برنامې تر پوښښ لاندې راولي او د اوبو سرچینې په اغېزمن او منظم ډول مدیریت کړي.
د ملي پراختیا شرکت د وروستیو معلوماتو له مخې، د قوش تېپې کانال د دویم پړاو د کیندنې چارې نږدې ۹۸ سلنه بشپړې شوې دي، چې دا د پروژې د پرمختګ یوه مهمه لاسته راوړنه ګڼل کېږي. همدارنګه، د کانال د غاړو د استحکامي بندونو د جوړولو چارې هم په ښه سرعت روانې دي او تر اوسه یې شاوخوا ۹۰.۵ سلنه چارې بشپړې شوې دي. دغه پرمختګ ښيي چې، پروژه په تدریجي ډول د بشپړېدو وروستیو پړاوونو ته نږدې کېږي.
د ملي پراختیا شرکت د ویاند، نبيالله ارغندیوال په وینا، د کانال پر اوږدو کې د ۲۵ پلونو او د اوبو د کنټرول لپاره د بېلابېلو انجینري تاسیساتو د جوړولو چارې هم په چټکۍ سره روانې دي. د دغو تاسیساتو تر جوړېدو وروسته به د آمو سیند اوبه د فاریاب ولایت د اندخوی ولسوالۍ تر سیمو پورې ورسېږي، چې په پایله کې به زرګونه هکټاره کرنیزې ځمکې د اوبو لګولو برنامې تر پوښښ لاندې راشي. دا به د کرنیزو محصولاتو د تولید د زیاتوالي، د بزګرانو د عوایدو د لوړوالي او د سیمې د اقتصادي فعالیتونو د پراختیا لپاره مناسب شرایط برابر کړي. سربېره پر دې، د دې پروژې بشپړېدل به د شمالي ولایتونو د کرنې په پیاوړتیا، د خوراکي توکو د تولید په زیاتوالي او د هېواد د اقتصادي ودې په بهیر کې مهم او مثبت رول ولوبوي.
د دې کانال په بشپړېدو سره تمه کېږي چې، پراخې شاړې او للمي ځمکې به د کرنې وړ وګرځي، د کرنیزو محصولاتو تولید به په څرګند ډول زیات شي او بزګران به وکولای شي له خپلو ځمکو څخه غوره او دوامداره حاصل ترلاسه کړي. د تولید زیاتوالی به د هېواد د خوراکي توکو په چمتوکولو کې مرسته وکړي، د وارداتو اړتیا به راکمه او د کرنیزو محصولاتو د صادراتو لپاره به هم مناسب فرصتونه رامنځته کړي.
د قوش تېپې کانال اغېزې یوازې د کرنې تر سکتور پورې محدودې نه دي، بلکې د دې پروژې له امله به د کرنیزو محصولاتو د پروسس، ترانسپورټ، سوداګرۍ، لوژستیک او نورو اړوندو برخو فعالیتونه هم پراخ شي.
دغه راز د کانال د جوړولو او وروسته د کرنیزو او اقتصادي فعالیتونو د پراختیا په پایله کې به د سلګونو زرو کسانو لپاره مستقیم او غیر مستقیم کاري فرصتونه رامنځته شي، چې دا به د بېکارۍ په کمښت او د خلکو د عوایدو په لوړولو کې مهمه ونډه ولري. له همدې امله قوش تېپې کانال یوازې د اوبو لګولو یوه پروژه نه ده، بلکې د افغانستان د اقتصادي ځان بسیاینې، د کرنیز تولید د زیاتوالي، د کلیوالي سیمو د پراختیا او د دوامدار اقتصادي پرمختګ لپاره یوه ستراتیژیکه ملي پروژه هم ګڼل کېږي. که دا پروژه په سمه توګه بشپړه او مدیریت شي، کولای شي د هېواد د اقتصاد د پیاوړتیا او د خلکو د هوساینې لپاره اوږدمهاله او مثبتې پایلې ولري
د قوش تېپې کانال اقتصادي اهمیت یوازې د کرنیز تولید تر زیاتوالي پورې محدود نه دی، بلکې تمه کېږي چې د پانګونې د جلب، د کرنیز صنعت د پراختیا، د کلیوالي سیمو د اقتصادي ودې او د ملي عوایدو د لوړوالي لپاره هم مناسب شرایط برابر کړي.
په پایله کې ویلی شو چي، قوش تېپې کانال د افغانستان له هغو مهمو ملي پروژو څخه ده، چې د هېواد د اقتصادي پرمختګ لپاره سترې هیلې ورپورې تړل شوې دي. د دې کانال په بشپړېدو سره به د کرنیزو ځمکو د خړوبولو ظرفیت لوړ شي، کرنیز تولید به زیات، د کارموندنې نوي فرصتونه به رامنځته او د کرنې او صنعت ترمنځ به اقتصادي اړیکې لا پیاوړې شي. همدارنګه، د خوراکي توکو پر وارداتو د هېواد د تکیې په کمېدو، د ملي عوایدو په زیاتېدو او د خوړو د خوندیتوب په ټینګښت کې به هم مهمه ونډه ولري.
پامیر هفتهنامه رسمی نشرات شاروالی کابل


