الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 66.12 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د لسګونو ښاریانو ستونزو ته رسېدنه وکړه

14 اسد 1405


کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د دې ادارې له لسګونو مراجعینو سره د لیدنې پر مهال د هغوی ستونزې او غوښتنې له نږدې واورېدې او د اړوندو څانګو مسئولینو ته یې سپارښتنه وکړه، څو د ښاریانو سندونو او عریضو ته په چټکۍ او د نافذه قوانینو او اصولو له مخې رسېدنه وکړي.
نوموړي په دې لیدنه کې ټینګار وکړ چې، د خلکو ستونزو ته رسېدنه او د ښاریانو د ښاري حقونو تأمین، د کابل ښاروالۍ له مهمو مسئولیتونو څخه دي او دغه اداره د خپلو شته امکاناتو او سرچینو په پام کې نیولو سره د غوره خدمتونو وړاندې کولو او د ټولنیزې او ښاري هوساینې د رامنځته کولو لپاره هڅې کوي.
کابل ښاروال څرګنده کړه چې، د ښارونو پرمختګ او پراختیا د مسئولینو او ښاریانو په مسئولیت منلو او قانون‌پالنې پورې تړلی دی او د دوامداره ښاري نظم د رامنځته کولو په موخه د ټولو مرستو ته اړتیا ده.
په دې لیدنه کې د ودانیزو سرغړونو د اصلاح، د زوننګ پلان له مخې د ودانیو جوړولو او استملاک اړوند د ښاریانو سندونه او عریضې و ارزول شوې او لازمې پرېکړې ترسره شوې.
کابل ښاروال د ښاري چوپړتیاوو په ترسره کولو کې په ښه والي، روڼتیا او حساب ورکونې ټینګار وکړ او اړوند څانګو ته یې لپارښتنه وکړه څو ترسره شوې پرېکړې په اغیزمنه توګه او ټاکلي وخت عملي کړي.