
✍️ «ناصري»
ژوند د هیلو، موخو او ارمانونو نوم دی. هر انسان غواړي چې په خپل ژوند کې بریالی، خوشحاله او د ټولنې لپاره ګټور شخصیت شي، خو دا هیلې یوازې د خوبونو او ارمانونو په لرلو نه پوره کېږي، بلکې د دوامداره هڅو، پیاوړې ارادې او پرله پسې هلوځلو له لارې عملي بڼه خپلوي.
ځینې خلک ټول عمر د فرصت په تمه ناست وي، خو بریالي خلک فرصت ته انتظار نه کوي، هغوی یې په خپله جوړوي.
ژوند هېڅکله ټولو ته غوره شرایط نه برابروي، خو یو شی چې د هر چا په واک کې وي، هغه پرېکړه یا تصمیم نیول دي.
که نن یو ګام پورته کړو، سبا به خپلې موخې ته نږدې یوو. دا جمله انسان ته دا درس ورکوي چې، که هره ورځ، لږه هڅه وکړي، د وخت په تېرېدو سره به خپلو لوړو موخو ته ورسېږي، خو که د مناسب وخت انتظار کوي، کېدای شي کلونه تېر شي او هېڅ هم بدل نه شي.
هغه څوک چې جرئت لري او پیل وکړي، یوه ورځ به هغه ځای ته ورسېږي چې، نور یې یوازې خوب ویني.
بریا هېڅکله ناڅاپه نه راځي، بلکې د کوچنیو او پرله پسې ګامونو پایله وي. هغه څوک چې نن کار کوي، سبا یې د خپلو هڅو مېوه خوري او هغه څوک چې، نن وخت ضایع کوي، سبا به د افسوس احساس کوي. نو د نن ورځې د اهمیت درک کول او د خپل راتلونکي لپاره کار کول، د هر انسان ستر مسئولیت دی.
موخه یا هدف د انسان د ژوند لارښود دی، که یو انسان موخه ونه لري، ژوند یې ګډوډ او بېلوری کېږي. موخه انسان ته انګېزه ورکوي، هڅوي یې او د ستونزو پر وړاندې د مقاومت ځواک ور په برخه کوي. کله چې یو څوک خپله موخه وټاکي، نو پوهېږي چې څه غواړي او څنګه یې ترلاسه کولای شي.!
روښانه موخه د بریا لومړی شرط دی. که یو زده کوونکی غواړي ډاکټر، انجنیر، ښوونکی یا بل مسلکي شخص شي، باید له هماغې ورځې د خپلې موخې لپاره کار پیل کړي. همدارنګه یو سوداګر، لیکوال، ورزشکار یا هنرمند هم د خپلو بریاوو لپاره باید دوامداره هڅه وکړي، ځکه موخه هغه رڼا ده چې د ژوند تیارې لارې روښانوي.
ډېری خلک سوچ (فکر) کوي چې، لوی بدلونونه یوازې د لویو کارونو په ترسره کولو رامنځته کېږي، خو حقیقت دا دی چې، هر ستر بدلون د یوه کوچني ګام څخه پیل شوی دی. یوه لویه ونه له یوې وړې دانې راټوکېږي، یو لوی کور له یوې خښتې جوړېږي او اوږد سفر د لومړي ګام په اخیستلو پیلېږي.
که یو زده کوونکی هره ورځ د کتاب پنځه مخه ولولي، د کال په پای کې به یې زرګونه پاڼې لوستې وي. که یو لیکوال هره ورځ یوه پاڼه ولیکي، په څو میاشتو کې به یو بشپړ کتاب چمتو کړي. که یو ورزشکار هره ورځ تمرین وکړي، نو د وخت په تېرېدو سره به ځواکمن او بریالی شي. نو ویلای شو چې، همدا کوچنۍ هڅې د انسان راتلونکی بدلوي.
بل دا چې، وخت د انسان تر ټولو قیمتي پانګه ده. پیسې، مال او ورته نور امکانات بېرته ترلاسه کېدای شي، خو تېر شوی وخت هېڅکله بېرته نه راګرځي. له همدې امله بریالي خلک د خپل وخت اهمیت درک کوي او هڅه کوي چې، هره ورځ د ګټورو کارونو په ترسره کولو تېره کړي.
ځنډ، سستي او بې پروايي، د انسان د پرمختګ پروړاندې ستر خنډونه ګڼل کېږي. ډېری خلک خپل د نن ورځې کارونه سبا ته پرېږدي، خو همدا سبا بیا په بل سبا بدلېږي او په پایله کې فرصتونه له لاسه وځي. څوک چې نن کار کوي، سبا به له نورو مخکې وي او څوک چې نن غفلت کوي، سبا به خا مخا له ستونزو سره مخ کېږي.
په دې هر څوک پوهېږي چې، د بریا ترلاسه کول او بریا ته د رسېدو لار تل آسانه نه وي، په دې لاره کې ستونزې، ناکامۍ، ننګونې او خنډونه شته، خو همدا آزموینې د انسان شخصیت پیاوړی کوي. صبر هغه ځواک دی چې، انسان له سختیو څخه تېر وي او استقامت هغه ځانګړنه ده چې، انسان خپلې موخې ته نږدې کوي.
د نړۍ ډېری مشهور شخصیتونه څو ځله ناکام شوي دي، خو هغوی له خپلو ناکامیو زده کړه کړې او بیا یې په لا پیاوړې ارادې خپلو هڅو ته دوام ورکړی او همدا دوامداره هڅې د هغوی د بریا لامل شوې دي.
بلخوا پر ځان باور درلودل د انسان د بریا بنسټ دی، که یو څوک پر خپلو وړتیاوو باور ونه لري، نو د کوچنیو ستونزو پر وړاندې به هم ماتې وخوري، خو هغه څوک چې پر ځان باور لري، هره ستونزه د زده کړې او پرمختګ فرصت ګڼي.
باور انسان ته دا جرئت ورکوي چې نوي کارونه پیل کړي، له تېروتنو زده کړه وکړي او خپلو موخو ته د رسېدو لپاره هڅه وکړي. که له باور سره یو ځای عمل هم موجود وي، نو بریا حتمي کېږي.
دا هم باید په یاد ولرو چې، زده کړه د بریا تر ټولو مهمه وسیله ده. انسان باید هېڅکله ځان له زده کړې بې برخې ونه ګڼي، هره ورځ د نوي علم، مهارت او تجربې ترلاسه کول، انسان خپلې موخې ته ور نږدې کوي.
په اوسنۍ نړۍ کې هغه څوک بریالي دي چې، خپل معلومات او مهارتونه تل تازه ساتي. کتاب لوستل، څېړنه، د استادانو له تجربو ګټه اخیستل او له عملي ژوند څخه زده کړه د پرمختګ مهمې لارې دي.
دغه راز ستونزې د ژوند یوه طبیعي برخه ده. هېڅ داسې انسان نه شته چې د خپل ژوند په اوږدو کې له ستونزو سره مخ نه شي. مهمه خبره دا ده چې موږ له ستونزو سره څنګه چلند کوو. مثبت فکر انسان ته دا وړتیا ورکوي چې، ستونزې د پرمختګ فرصتونه وګڼي.
هره ناکامي یو نوی درس لري او هره تېروتنه د راتلونکې بریا لپاره تجربه برابروي. که انسان له ستونزو ونه وېرېږي او خپلې هڅې روانې وساتي، نو یوه ورځ به خامخا خپلې موخې ته ورسېږي.
هغه خلک چې، هره ورځ د خپل ځان د پرمختګ لپاره کار کوي، یوازې خپل ژوند نه بدلوي، بلکې خپلې کورنۍ، ټولنې او هېواد ته هم ګټه رسوي. یو عالم د خپلې پوهې په وسیله د خلکو فکر او ذهن روښانوي، یو ښوونکی نوي نسلونه روزي، یو ډاکټر د خلکو ژوند ژغوري او یو صادق سوداګر د هېواد اقتصاد پیاوړی کوي له همدې امله د هر فرد هڅه د ټولنې د پرمختګ یوه برخه ده.
په پای کې ویلای شو چې، د ژوند هره ستره موخه د کوچنیو او دوامداره ګامونو په وسیله ترلاسه کېږي. که څه هم د بریا سفر اوږد وي، خو هغه څوک چې نن خپل مسئولیت ادا کوي، وخت ته اهمیت ورکوي، پر ځان باور لري، له ستونزو نه وېرېږي او خپلې هڅې نه پرېږدي، خامخا به بریا او خپلې موخې ته رسېږي.
موږ باید د نن ورځې اهمیت درک کړو، له سستۍ او ځنډ څخه ځان وساتو او هره ورځ خپلې موخې ته د رسېدو لپاره یو ګام پورته کړو. همدا کوچني ګامونه به د سبا لویې بریاوې رامنځته کړي.
نو راځئ چې له همدې نن څخه د خپلو خوبونو د عملي کولو لپاره کار پیل کړو، ځکه حقیقت دا دی چې، موخې ته رسېدل زغم او پرله پشې هڅې غواړي.
پامیر هفتهنامه رسمی نشرات شاروالی کابل


