کابل ښاروال مولوي عبدالرشید، په داسې حال کې چې، د کابل ولایت والي ملا امینالله عبید او د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال الحاج محمد نبي عثماني یې ملاتیا کوله، د بره کي څلورلارې او د کابل ولایت د اداري ودانۍ مخې ته د هوايي پله د زېربنايي پروژو د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه او د یادو پروژو د کار پرمختګ یې له نږدې وارزاوه.
د دې لیدنې پر مهال د کابل والي د کابل ښاروالۍ له فعالیتونو او لاسته راوړنو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل: په بېلابېلو ناحیو کې د سړک جوړونې او ټولګټو پروژو پلي کول، د ښار د آبادۍ او پراختیا لپاره د کابل ښاروالۍ د نه ستړې کېدونکو هڅو څرګندونه کوي.
نوموړي زیاته کړه چې، د زېربنايي او ټولګټو پروژو پلي کول، د ښاري وضعیت په ښه والي، د ترافیکي ستونزو په کمښت او ښاریانو ته د آسانتیاوو په رامنځته کولو کې مهم رول لري. هغه له ټولو ښاریانو غوښتنه وکړه چې، په اغېزمنه توګه د دغو پروژو د پلي کېدوپه موخه، له کابل ښاروالۍ سره مرسته او ملاتړ یې وکړي .
ورته مهال کابل ښاروال مولوي عبدالرشید وویل: د بره کي څلورلارې او د کابل ولایت اداري ودانۍ مخې ته د هوايي پلونو د پروژو طرحه او ډیزاین، د تخنیکي او ښار جوړونې د معیارونو په پام کې نیولو او د نړیوالو معیارونو له مخې ترسره شوی دی.
کابل ښاروال زیاته کړه چې، دغه پروژې به د ښار په مهمو او مرکزي سیمو کې د ترافیکي ګڼې ګوڼې د کمښت ترڅنګ، د ترانسپورتي وضعیت د ښه والي، دوامدارې پراختیا او د کابل ښار د لا ښکلا زمینه به هم برابره کړي.
نوموړي څرګنده کړه چې، د دغو پروژو په ډیزاین او پلي کولو کې تخنیکي ظرفیتونه او د ښار جوړونې معیارونه په پام کې نیول شوي دي او یادې پروژې کولای شي د هېواد د نورو ښارونو لپاره د معیاري زېربنايي پروژو د بېلګې په توګه هم وکارول شي.
دغه راز کابل ښاروال ډاډ ورکړ چې، د بره کي څلورلارې د ځمکې لاندې سړک او د کابل ولایت مخې ته د هوايي پله پروژې د شته ټولو امکاناتو په کارولو سره په جدي توګه روانې دي او د دغو پروژو اساسي برخې به تر راتلونکو درېیو میاشتو پورې بشپړې شي.
نوموړي زیاته کړه، کابل ښاروالۍ هڅه کوي څو د بره کي هوايي پله د جوړولو اساسي چارې هم د روان کال تر پایه بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
کابل ښاروال او کابل والي د کابل ولایت اداري ودانۍ مخې ته او د بره کي څلورلارو له زېربنايي پروژو څخه لیدنه وکړه
18 اسد 1405


