الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 66.12 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کمپنۍ څلور لارې له غیر قانوني غرفو او خنډونو څخه پاک او تنظیم شو

20 اسد 1405

د پنځمې ناحیې ریاست، د ښاري نظم د ټینګښت د برنامو په دوام، د کمپنۍ څلور لارې په سیمه کې له زرغونونو سیمو، پلیولارو او د سړک له غاړو څخه د غیرقانوني غرفو، ګرځنده کراچیو او غیرقانوني تمځایونو د راټولولو او لېږد پلان عملي کړ.
د پنځمې ناحیې رئیس مولوي عبدالصمد عابد په دې اړه وویل: د دغه اقدام په ترڅ کې له یادو سیمو څخه غیرقانوني خنډونه او تاسیسات راټول او دغه سیمې د ښاریانو د تګ راتګ د آسانتیا لپاره تنظیم شوې.
نوموړي زیاته کړې چې، د غرفومالکانو او ګرځنده پلورونکو ته له وړاندې خبر ورکړل شوی ؤ، څو خپل توکي او تاسیسات هغو بدیلو سیمو ته ولېږدوي چې د پنځمې ناحیې له خوا ورته ټاکل شوې دي.
د نوموړي په وینا، د ګرځنده پلورونکو د فعالیت د دوام لپاره د کابل ښاروالۍ لهخوا د شیرعلم مارکېټ شاته هم یوه بدیله سیمه ټاکل شوې ده.
د پنځمې ناحیې رئیس څرګنده کړې چې، د دغه پلان عملي کول د ښاري نظم د ټینګښت، د زرغونو سیمو د ساتنې، د پلي تګ کوونکو او نقلیه وسایطو ته د تګ راتګ په برخه کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه ترسره شوي او له یادو سیمو څخه به د څارنې دوام ولري.
کابل ښاروالۍ ټینګار کوي چې، د دوامداره ښاري نظم د ټینګښت او په عامه لارو کې د خنډونو د رامنځته کېدو مخنیوی، د دې ادارې له اساسي لومړیتوبونو څخه دی او له ښاري مقرراتو سره د هر ډول سرغړونې پر وړاندې به د نافذه قوانینو او اصولو له مخې چلند وشي.