
د کابل ښاروالۍ له خوا او د آغاخان کلتوري بنسټ په مرسته، د دویمې ناحیې د اووم ګذر اړوند د آسمایي غره په لمنو کې د زینو او زرغونو سیمو د جوړولو چارې روانې دي.
دغه پروژه د ښاري چاپېریال د ښه والي، ښاریانو ته د آسانتیاوو رامنځته کولو او د زرغونو سیمو د پراختیا په موخه پلې کېږي.
د دې پروژې په چوکاټ کې د ۷۱۴ متر مربع استنادي دېوالونو، د ۱۲۶ متر مربع زینو، کټارو، د څلورو زرغونو سیمو او اوږدو څوکیو جوړول او د نیالګیو کېنول شامل دي.
د دغې پروژې عملي چارې تر اوسه ۵۰ سلنه کاري پرمختګ لري او ټاکل شوې ده تر راتلونکې یوې میاشتې پورې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د پروژې په بشپړېدو سره به د آسمایي غره لوړو برخو ته د اوسېدونکو لاسرسی لا اسانه شي. همدارنګه، د زرغونو سیمو رامنځته کول او د بېلابېلو نیالګیو کېنول به د ښاري چاپېریال په ښکلا، زرغونتیا او تازهوالي، په ځانګړې توګه ،په دې تاریخي سیمه کې، اغېزناک رول ولري.
د آسمایي غره اوسېدونکي د دې پروژې له اصلي ګټهاخیستونکو څخه دي چې، د پروژې له بشپړېدو وروسته به د جوړو شویو زینو ترڅنګ، له رامنځته شویو زرغونو او تفریحي سیمو څخه ګټه واخلي.
کابل ښاروالۍ هڅه کوي چې، د ښار په بېلابېلو برخو کې د ورته پروژو په پلي کولو سره ښاریانو ته مناسبې ښاري چوپړتیاوې وړاندې او اړینې آسانتیاوې رامنځته کړي.
د آسمایي غره په لمنو کې د زینو او زرغونو سیمو د جوړولو چارې روانې دي
20 اسد 1405


