په دیارلسمه ناحیه کې په مهدیه شهرک کې د ولي عصر سیمې سړکونه او په جاغوریان شهرک کې د لب جر سړک د کانکریټ اچونې کار د کابل ښاروالۍ له تشویقي پروژو څخه د هبیتات دفتر په همکارۍ پيل شو. دغه سړکونه ۱۵۴۰ متره اوږدوالی، ۴ او۵ متره سور لري او د سړک په امتداد استنادي دېوالونه او ویالې هم پکې شاملې دي، چې د روان کال د یخنۍ موسم تر رارسېدو به بشپړ او په دغو سیمو کې به د خامه سړکونو له امله شته ستونزې ورسره حل شي
په دیارلسمه ناحیه کې د دوو سړکونو د کانکريټ اچونې کار پيل شو
30 سنبله 1398