کابل ښاروالۍ د کابل ښاریانو ته د تګ او راتګ د اسانتیاوو د برابرولو او د دغه ښار د اقتصادي او ټولنیزې ودې په موخه په نهمه او شپاړسمه ناحیه کې د پاچا پله د ساختمان اساسي کار پیل کړی، چې تر اوسه یې ٪۱۰ کار مخ ته تللی.
د دغه پله اوږدوالی ۵۸ متره او سور یې ۲۸.۴ متره دی، چې په قلعه زمان خان سیمه کې د کابل پر سیند په پاخه او اساسي ډول تړل کېږي.
نظر نوي ډيزاین ته د دغه پله ظرفیت او محدودیت د سیمې اړتیاوو او اقتصادي دهلیز ته ځوابویونکی ډيزاین او مطالعه شوی، چې په بشپړېدو به یې د ترافیکو د جریان پر تنظیم او او د اړوندو سیمو پر نښلولو سربېره ځايي اوسېدونکو او ګاونډیو ساحو ته د چاپېریال ساتنې بې شمېره اسانتیاوې چمتو شي.