
د کابل ښاروالۍ او د اطلاعاتو او کلتور وزارت ترمنځ د تاریخي ارزښتونو د ساتنې، د کلتوري میراثونو د غښتلتیا او د کابل ښار د تاریخي سیمو د لا ښه مدیریت په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې کابل ښاروال مولوي عبدالرشید، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي، د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو معین حاجي محمد نبي عثماني او د دواړو ادارو یو شمېر رئیسانو او مسئولینو ګډون کړی ؤ.
په غونډه کې د کابل ښار د تاریخي او کلتوري میراثونو د ساتنې او مدیریت اړوند پر بېلابېلو موضوعاتو بحث وشو. د بابر بڼ، چهلستون بڼ او د تیمورشاه مقبرې او پارک د لا ښه مدیریت موضوعات د دې غونډې اصلي موضوعات وو.
کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د ښار د تاریخي هویت د ساتنې پر اهمیت ټینګار وکړ او ډاډ یې ورکړ چې، د کابل ښاروالۍ پلانونه د تاریخي او کلتوري ارزښتونو په پام کې نیولو سره جوړ او پلي کېږي.
نوموړي زیاته کړه چې، ښاري پراختیا باید داسې ترسره شي څو له یوې خوا د ښار د اوسېدونکو اوسنۍ اړتیاوې پوره او معیاري زیربناوې رامنځته او له بلې خوا د کابل تاریخي هویت او کلتوري میراثونه هم خوندي وساتل شي.
ورته مهال د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي د کابل ښاروالۍ د فعالیتونو او زیربنایي پروژو د پلي کېدو ستاینه وکړه او ویې ویل چې، کابل د اوږد او ستر تاریخي شالید لرونکی ښار دی او تاریخي او کلتوري میراثونه یې باید خونديې وساتل شي، بیارغونه یې وشي او راتلونکو نسلونو ته خوندي ولېږدول شي.
په پای کې د دواړو ادارو ترمنځ پر دوامدارې همغږۍ او همکارۍ ټینګار وشو څو، د تاریخي سیمو د لا ښه مدیریت، د کلتوري میراثونو د ساتنې او د کابل ښار د متوازنې او دوامداره پراختیا لپاره زمینه برابره شي.
د کابل ښاروالۍ او د اطلاعاتو او کلتور وزارت ترمنځ د تاریخي میراثونو د ساتنې په اړه د همغږۍ غونډه ترسره شوه
22 اسد 1405


