
د اتمې ناحیې اړوند د کابل- لوګر سړک په اوږدو کې له بیني حصار سیمې څخه د شیوه کي تر پله پورې د یوه کانال او د سړک د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي.
په دې پروژه کې د ۳۰۸۵ مترو په اوږدوالي، ۱۲ او ۱۵ مترو په سور د سړک او د ۲۶۲۸ مترو په اوږدوالي، له ۱.۲ څخه تر ۳ مترو په سور او له ۱.۵ څخه تر ۳.۵ مترو په ژوروالي د یو کانال جوړول شامل دي چې، چارې به یې د روان کال په بهیر کې بشپړې شي.
د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران د دې پروژې له ټولو کاري پړاوونو څخه تخنیکي او فني څارنې ترسره کوي، چې په بشپړېدو سره به یې په سیمه کې چاپېریالي او ښاري ستونزې هوارې او ښاریانو ته به ګڼې ترانسپورتي او ټولنیزې آسانتیاوې رامنځته شي.
د یادونې وړ ده چې، په دې پروژه کې د لښتي، ۲۳ پُل ګوټو، پلیو لارو او ګلدانونو جوړول هم شامل دي.
د شیوه کي د سړک او کانال جوړولو چارې روانې دي
22 اسد 1405


