الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 66.12 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

اسلامي سیاست


✍️محمداسماعیل «شاهین»
سیاست د هر دولت او هرې ټولنې د پایښت، ثبات او پرمختګ له اساسي ستنو څخه ګڼل کېږي. د نړۍ د بېلابېلو سیاسي نظامونو تر شا ځانګړې فلسفې، ارزښتونه او فکري مکتبونه ولاړ دي، چې د واک مشروعیت، د حاکم او ولس اړیکې، د قانون حاکمیت او د عامه ګټو د تأمین څرنګوالی ټاکي. د اسلام مبارک دین، د یوه بشپړ الهي نظام په توګه، سیاست د واک د ترلاسه کولو سیالي نه ګڼي، بلکې هغه د ټولنې د چارو د تنظیم، د عدالت د ټینګښت، د شریعت د اهدافو د پلي کولو او د عامه ګټو د خوندي کولو مسئولیت بولي. اسلامي سیاست د عدالت پر بنسټ ولاړ سیاسي نظام دی چې، د مشروع واک، عادلانه حکومتـوالۍ، امانتـدارې رهـبرۍ، شورا، مسئولیت او حساب ورکونې اصول په کې بنسټیز ځای لري. په دې لیدلوري کې دولت یوازې د اداري جوړښت نوم نه دی، بلکې د دیني او ټولنیزو مسئولیتونو د ترسره کولو یوه وسیله ده، چې اصلي موخه یې د انسان د دین، نفس، عقل، مال او عزت ساتنه او د ټولنې د نظم او ثبات تأمین دی.
په تېرو څو پېړیو کې سره له دې چې، د حکومتوالۍ، قانون او سیاسي مشارکت په اړه ګڼ نظرونه وړاندې شوي، خو اسلامي سیاست د خپلو ثابتو ارزښتونو او انعطاف منونکو تطبیقي اصولو له مخې ځانګړی ځای لري. له همدې امله د اسلامي سیاست د اصولو، موخو او ځانګړتیاوو علمي څېړنه نه یوازې د اسلامي سیاسي نظر او فکر د ښه درک لپاره اړینه ده، بلکې د حکومتوالۍ، عدالت او عامه مصلحت په اړه د اسلام د متوازن لیدلوري د پېژندلو لپاره هم ځانګړی اهمیت لري.
د اسلام پوهانو له نظره د سياست تعريف:
ابن منظور رحمه الله وايي: د يوه شي د اصلاح لپاره تر وروستي حد پورې هڅو او ملاتړلو ته سياست وايي چې د یوه مدبر او غوره لارښود کار دی.
امام غزالی رحمه الله وايي: د خلکو د اصلاح او هغې لارې ته یې لارښوونه چې، د دنيا او آخرت د خلاصون يواځینۍ وسیله ده، سياست ويل کيږي (احياء علوم الدين).
ابن خلدون رحمه الله وايي: سياست او حکومت د بنده ګانو او د هغوی د ګټو د ساتنې او کفالت او په بشري ټولنه کې د الله تعالی د احکامو د تطبيق لپاره استازيتوب دی (مقدمه ابن خلدون ص ۱۱۳ ) .
امام راغب اصفهاني رحمه الله وايي: د ځمکې د آبادولو او د هغې ترقي او جوړول، د الله تعالی د احکامو تنفيذ او د نېکو اخلاقو اختيارولو ته سياست وايي ( الذريعه الی مکارم الشريعه ۸ باب ص ۱۸ ) .
ابو الوفا ابن عقيل بغدادي رحمه الله وايي: سياست د هغه تدبيرونو نوم دی، چې د هغه په وسيله خلک د اصلاح او ټولنيزو ګټو په لور نږدې او له فساد څخه لېري کيږي (الطريق الحکميه فی السياسه او علام الموقعين ) .
د اسلامي سیاست ځانګړتیاوې:
دا چې په یوه کوچنۍ مقاله یا څو مخونو کې د اسلامي سیاست د ځانګړنو لیکل ناشوني دي، نو دلته یې ځینې ځانکړنې د بېلګې او لارښوونو په توګه وړاندې کېږي:
لومړی: اسلامي سیاست رباني او شرعي سیاست دی، چې منبع یې قرآنکریم، احادیث، اجماع او قیاس دي. له همدې امله اسلامي سیاست ته (السیاسة الشرعیة) ویل کېږي چې په دې اړه علماوو زیات کتابونه لیکلي دي. د اسلامي سیاست له مهمو ځانګړنو څخه یو هم د الهي شریعت ساتنه، اقامه او د هغه د احکامو د حاکمیت تأمین دی. اسلامي نظام مکلف دی چې د شریعت اصول او احکام د ټولنې په ټولو فردي، ټولنیزو، سیاسي، اقتصادي او قضایي برخو کې نافذ او خوندي وساتي. له همدې امله، اسلامي سیاست یوازې د دولت د چارو د تنظیم وسیله نه ده، بلکې یو شرعي مکلفیت، دیني وجیبه او الهي امانت دی چې، د اسلامي نظام پر غاړه اېښودل شوی او د هغه د عملي کولو په وړاندې مسئولیت لري.
دویم: د اسلامي سیاست بله ځانګرتیا داده چې، اسلامي سیاست د شریعت او د دین د اهدافو ساتنه کوي، چې موخه یې د شریعت، د دین ساتنه، د نفس ساتنه، د نسل او مال له ساتنې څخه عبارت دي.
په اسلامي سیاست کې د شریعت د پنځو اهدافو ساتنه پر اولوالامر باندې فرض ده. او دا هم ورباندې فرض ده چې، د الهي حدودو او د قصاص حکمونو په مجرمینو باندې پلي کړي. دغه راز په دې اړه الله تعالی د قرآنکریم د المائده سورت په۴۹ آیت شریف کې فرمایلي دي:
ژباړه: په هغه څه حکم کوه چې، د دوي تر منځ کوم څه چې د الله تعالی له خوا نازل شوي دي. ددې آیت شریف تفسیر په لاندې توګه دی:
یعنې یو تر بله په اختلافاتو کې که څه هم ټوله دنیا سره لاس او ګریوان وي، خو تاسې ته هم دا حکم دی چې، په هغه څه حکم وکړئ کوم چې د الله تعالی له خوا نازل کړل شوي دي او د هیچا د ویلو او اورېدولو پروا مه کوئ.(کابلی تفسیر شریف)
خو په نورو سیاستونو کې د دین، عقل او نسل ساتنه شتون نلري، بلکې دا د انسان شخصي کارونه دي او په سیاست پورې تړاو نلري او شراب څښل چې، عقل له منځه وړي، د دین څخه انکار د انسان شخصي کار دی چې دین مني او که یې نه مني.
اسلامي سیاست د قوانینو او احکامو له پلوه، په دوه ډوله مسائلو او قوانینو ولاړ دی: یو یې منصوصي او ثابت احکام دي، چې په ټولو زمانو، حالاتو او شرایطو کې بدلون نه مني او په اسلامي سیاست کې امیر او شرعي حاکم ددغو مسایلو او حکمونو پر تطبیق مکلف دی.
دویم ډول یې اجتهادي احکام او مسائل دي چې، د زمانې، حالاتو شرایطو ته په کتو سره د بدلون وړ دي، چې د مجهتد حاکم او اولوالامر یا د مجتهدینو او مفتیانو له فتواګانو څخه عبارت دي چې، د شرعي مصادرو څخه یې استنباطوي او بیا د نظام د تنفیذي قوې له خوا پلې کېږي چې دا ډول مسایل او قوانین هم شریعت ته راجع کېږي او په اسلامي سیاست کې حالاتو،زمانو او شرایطو ته په کتو سره د بدلون وړ دي، چې دا ځانګړتیا په غیر اسلامي سیاستونو کې نشته، په غیر اسلامي سیاستونو کې قوانین او حکمونه د خلکو د اکثریت په خوښه جوړ او پلي کېږي.
درېیم: د اسلامي سیاست موخه، د ټولنې د دنیوي او اخروي مصالحو ترلاسه کولو او له ټولنې څخه د هر ډول مفاسدو دفع کول دي او په اسلامي سیاست کې د امت لپاره هغه موقف غوره کېږي چې، د امت د ملاتړ لپاره غوره وي، پرته له دې چې د شریعت اصول تر پښتو لاندې شي، چې همدا په اصل کې د اسلامي شریعت د احکامو موخه ده.
څلورم: د اسلامي سیاست له ځانګړتیاوو څخه بله ځانکړنه دا ده چې، څوکۍ او منصب پکې یو مسئولیت ګڼل کېږي. په اسلامي سیاست کې اولوالامر او نور حاکمان منصب ته د منصب په سترګه نه، بلکې د مسئولیت په سترګه ګوري او تل په دې ویره کې وي چې، په ورسپارل شوي مسئولیت کې افراط او تفریط راڅخه ونشي، ځکه که څه زیادت او کمي راڅخه کېږي، نو د الله تعالی په وړاندې به ځواب ورکوونکی یم او الله تعالی به راڅخه د رعیت په اړه پوښتنه کوي، لکه څنګه چې په حدیث شریف کې راغلي دي:
ژباړه: تاسو ټول ساتونکي (مسئولین) یاست او ټول به د خپل رعیت (تر لاس لاندې کسانو) په اړه پوښتل کېږئ. هغه امیر (حاکم) چې د خلکو مشر وي، د هغوی ساتونکی او د هغوی په اړه مسئول دی. (صحیح البخاري ۲۵۵۴)
پنځم: اسلامي سیاست هغه سیاست دی چې، امربالمعروف او نهی عن المنکر کوي او د الله تعالی دین ته خلکو ته بلنه ورکوي او له منکر څخه یې منع کوي او په دې لاره کې له هېڅ ملامتیا څخه نه وېرېږي.
شپږم: د اسلامي سیاست بله ځانګړنه دا ده چې، خپلو ټولو پیمانونو، معاهدو او تړونونو ته ژمن دی او په خپلو کړو ژمنو کلک ولاړ دی، که دغه معاهدې له دښمن سره هم وي تر هغه به کلک ولاړ وي، تر څو مقابل لوري معاهده نه وي ماته کړې. همدارنګه الله تعالی د قرآنګریم د الاسرء سورت په ۳۴ م آیت شریف کې فرمایلي دي:
ژباړه: په خپلو کړو ژمنو او وعدو وفا وکړي!
نو اسلامي نظام او قانون موږ ته دا لارښونه کوي چې، تاسې خپلې ټولې کړنې، یعنې شخصي ژوند، حکومتي مسئولیتونه له هغه څه سره برابر کړئ کوم چې د الله تعالی له خوا نازل کړل شوی. نو ویلی شو چې، اسلامي سیاست د ټولنې د خلاصون او بریا یوازینۍ لاره ده.