الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 66.12 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د آبادۍ پنځه کاله؛ پرمختګونه، کړنې او لاسته راوړونې

27 اسد 1405


کابل؛ د افغانستان زړه او د میلیونونو هېوادوالو ګډ کور؛ د افغانستان اسلامي امارت له بریا وروسته، کابل ښاروالۍ د ښار د آبادۍ او پرمختګ نوی باب پرانیست او د خلکو په همکارۍ د لنډمهالو، منځمهالو او اوږدمهالو پلانونو په عملي کولو سره د کابل د بدلون او بیارغونې بهیر پیل شو.
په تېرو پنځو کلونو کې، کابل ښاروالۍ د سړکونو، کوڅو، پلونو، کانالونو، پلیو لارو، زرغونو سیمو، پارکونو، اداري ، سوداګریزو او استوګنیزو ودانیو د جوړولو په برخو کې د ۷۰۶ پراختیايي پروژو پلانونه جوړ کړي دي. له دې اندازې ۴۲۱ پروژې بشپړې شوې دي او ۲۸۵ نورې پروژې د ښار په بېلابېلو سیمو کې د پلي کېدو په حال کې دي.
د ا.ا.ا د بریا په لومړنیو ورځو کې د ښار په کچه سلګونه بندې لارې او سړکونه له کانکرېټي دېوالونو او خنډونو پاکې او د ټولو ښاریانو پرمخ پرانیستل شوې.
په دې موده کې ۴۷۰ کیلومتره اصلي او فرعي سړکونه او کوڅې د قیر، کانکرېټ او تېږو فرش په بڼه جوړ شوي دي.
د سطحي اوبو د مدیریت لپاره نږدې شل زره متره کانالونه جوړ شول او دا مهال د ښار په بېلابېلو برخو کې د ۱۴۰ کیلومترو څخه د زیاتو نویو سړکونو د جوړولو چارې روانې دي.
څه باندې ۴۷۵ زره متر مربع زاړه سړکونه ورغول شول او په ښار کې ۳۱ زره او ۳۹ د سړک تر غاړو د روښنایۍ څراغونه نصب او فعال شول چې، د ښاري نظم، امنیت او د خلکو د هوساینې په ټینګښت کې مهم رول لري.
د بره‌ کي په څلورلارې د درې‌ پوړیز سړک، د کابل ولایت مقام مخې ته د هوايي پل او د نجات څلي په سیمه کې د انټرچنج سترې پروژې د پلي کېدو په حال کې دي.
همدا راز د کابل سیند پر سر د موټرو څلور اساسي پلونه جوړ شوي او د درېیو نورو پلونو د جوړولو چارې دوام لري.
له پليو شویو پروژو څخه ۵۸۹ پروژې د سړکونو، پلونو او نورو ټولګټو برخو پورې تړاو لري او ورته مهال د کابل د څلورو دروازو او زونونو کې د سړکونو د جوړولو او پراختیا لسګونه نورې مهمې پروژې په چټکۍ سره روانې دي.
د شهید هنګره څلورلارې د هوايي پله ډیزاین بشپړ شوی او د هوايي ډګر، مکروریانو، کمپنۍ او ابن‌سینا روغتون په سیمو کې د هوايي پلونو د سروې او ډیزاین چارې ترلاس لاندې دي.
د یادو پروژو د پلي کولو لپاره د استملاک شویو ملکیتونو مالکانو ته څه باندې ۵ میلیارده افغانۍ د خسارې د جبران په توګه ورکړل شوې دي او د پليو شویو پروژو ټول لګښت له ۱۴ میلیارده او ۳۷۱ میلیون افغانیو اوښتی دی.
د همدې پروژو په پایله کې، ۴۳ زره او ۸۶۸ کسانو ته په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده.
د ښاري خدمتونو د ښه تنظیم لپاره، د کابل ښار د سړکونو شبکې اصلاحي پلان د GIS په سیستم کې ثبت شوی، څو ښاریان وکولای شي د خپلو ملکیتونو موقعیت د سړکونو له شبکې سره په اسانه توګه وارزوي.
د ښار د ښکلا په برخه کې، ۳۰ مهمې څلورلارې او ښاري سیمې بیارغول شوې او څه باندې ۲ میلیونه او ۳۸۶ زره مټریک ټنه کثافات له ښار څخه راټول او لېږدول شوي دي.
په دې موده کې د ښار په کچه نږدې درې میلیونه نیالګي او زینتي ګلان کېنول شوي او سلګونه غصب شوې زرغونې سیمې بېرته آزادې او لسګونه پارکونه بیارغول شوي دي.
د ښاري نظم په برخه کې د ناقانونه ودانیو د جوړولو مخه نیول شوې، د ودانیز جواز د اخیستلو بهیر اسانه شوی، نږدې څلور زره ودانیزې نقشې ویزه او تائید شوې دي او د خصوصي سکټور په همکارۍ لسګونه سوداګریز مارکیټونه جوړ شوي دي.
د بازار د تنظیم لپاره ۶۰ نرخنامې ترتیب شوې او د لومړنیو توکو پر بیو دوامداره څارنه شوې ده. همدا راز د نږدې شل زره ګرځنده پلورونکو فعالیتونه ثبت او راجستر شوي دي.
په دې موده کې کابل ښاروالۍ له خپلو عوایدي سرچینو څخه څه باندې ۲۸ میلیارده افغانۍ عواید په شفاف ډول راټول کړي او د ښاري خدمتونو د ښه والي په برخه کې یې مصرف کړي دي. همدا راز سلګونه جریبه غصب شوې ځمکې بېرته راګرځول شوې دي.
همدا راز د جوماتونو، سوداګریزو ودانیو او ښاري تشنابونو د جوړولو، د ونو خړوبولو، زرغون کمربند، ښاري تأسیساتو او د خلکو شکایتونو ته د رسېدنې په برخو کې پراخ او ګټور ګامونه اخیستل شوي دي.
د ښاري کلتور د پیاوړتیا په برخه کې شاوخوا ۱۵۰۰ د عامه پوهاوي برنامې جوړې شوې ، د «پامیر» اونیزې څه باندې ۲۰۰ ګڼې چاپ شوې او له ۱۵ زرو څخه ډېر راپورونه، مستند فلمونه، پوسټرونه او پیغامونه د کابل ښاروالۍ له رسنیزو پاڼو او کانالونو خپاره شوي دي.
د هوا د ککړتیا د کمولو په موخه د لوګي د تصفیې فلټرونه نصب شوي، د فاضلاب لارو بندولو په برخه کې عملي ګامونه اخیستل شوي دي او دا مهال د ښار په بېلابېلو برخو کې د څه باندې ۱۰۰ ټولګټو پروژو د پلي کولو چارې روانې دي.
همدا راز د ۱۳ میلیارده افغانیو په ارزښت د عامه او خصوصي مشارکت پروژې د عملي کېدو پړاو ته رسېدلې دي؛ هغه پروژې چې د اقتصادي ودې، کاري فرصتونو او سوداګریزو زیربناوو په پراختیا کې مهم رول لوبوي.
دا یوازې شمېرې نه دي؛ دا د یوه ښار د بدلون، د خلکو د هوساینې او د راتلونکو نسلونو لپاره د یوې روښانه راتلونکې د جوړېدو کیسه ده.
د کابل ښاروالۍ مشرتابه ژمنتیا لري چې، د ارزول شویو پلانونو له مخې؛ د خلکو په همکارۍ او د متوازنې پراختیا او دوامداره پرمختګ د اصل له مخې کابل په یوه آباد، معیاري او پرمختللي ښار بدل کړي.