الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 66.12 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ماشومانو په روزنه کې د حجرې او دېرې ونډه


✍️آرش «ننگیال»
ماشوم یوازې د کور په غېږ کې نه لویېږي، بلکې هغه د خپلې ټولنې، خپل کلي، خپلو دودونو او د خپلو مشرانو د فکر په سیوري کې شخصیت مومي. د پښتني ټولنې له هغو ارزښتناکو ټولنیزو بنسټونو څخه چې، د نسلونو په روزنه کې یې مهم رول لوبولی، حجره او دېره دي. که څه هم نن سبا د ژوند بڼه بدله شوې، ښاري ژوند پراخ شوی او ډېری ماشومان خپل وخت له ټکنالوژۍ او ټولنیزو شبکو سره تېروي، خو بیا هم حجره او دېره د پښتني ټولنې د اخلاقو، ادب، درناوي او ټولنیزې روزنې یو ژوندی ښوونځی ګڼل کېږي.
حجره او دېره یوازې د ناستې او مېلمستیا ځای نه دی، بلکې د ژوند د تجربو، حکمت، مشورې او ټولنیز شعور یو لوی ښوونځی دی. په دغو ځایونو کې سپین ږیري، دیني عالمان، ښوونکي، پوهان، قومي مشران او د ژوند تجربه لرونکي کسان سره راټولېږي، د ټولنې ستونزې څېړي، د جرګو له لارې پرېکړې کوي، د خلکو ترمنځ روغه جوړه راولي او د ژوند بېلابېل اړخونه بیانوي. کله چې ماشومان په همدې چاپېریال کې د مشرانو تر څنګ کېني، چای یا ډوډۍ وروړي، د خبرو اترو ادب ویني او د مشرانو خبرو ته غوږ نیسي، نو په طبیعي ډول د هغوی په شخصیت کې د ادب، صبر، زغم او درناوي تخم کرل کېږي.
حجره ماشوم ته د ادب، درناوي او ټولنیز ژوند ارزښتونه ورزده کوي. هغه هلته له مشرانو سره د ادب خبرې کول، د نورو نظر ته درناوی، د اختلافونو سوله‌ییز حل او د ټولنې له دودونو او ارزښتونو سره ځان عیارول زده کوي. له ارواپوهنیز نظره، ماشوم تر ټولو ډېر د لیدلو او اورېدو له لارې زده کړه کوي. د ارواپوهنې نامتو عالم (البرټ باندورا) د ټولنیزې زده کړې په نظریه کې وایي چې، ماشومان د نورو د کړنو په لیدلو او تقلید کولو سره خپل چلند جوړوي. که ماشوم په حجره کې وویني چې یو ځوان د سپین ږیري په راتګ ولاړېږي، په درناوي سلام کوي او د خبرو وار ته انتظار باسي، نو ډېر احتمال لري چې همدا چلند خپل عادت وګرځوي. برعکس، که ماشوم تل شخړې، سپکاوی او بې ادبي وویني، هماغه منفي کړنې به زده کړي.
همدارنګه د ماشوم د ودې مشهور ارواپـوه (لېف ویګـوټسکي) بـاور درلود چې، د ماشوم ذهني او ټولنیزه وده د ټولنې او چاپېریال له تعامل سره تړاو لري.
حجره او دېره د همدې تعامل یوه غوره بېلګه ده، ځکه ماشوم له بېلابېلو عمرونو، تجربو او شخصیتونو سره مخامخ کېږي او له هغوی څخه د ژوند مهارتونه زده کوي.
د بېلګې په توګه، که په یوه کلي کې د دوو کورنیو ترمنځ د اوبو پر سر اختلاف رامنځته شي او مشران یې په حجره کې د خبرو، زغم او انصاف له لارې حل کړي، هغه ماشوم چې دا جرګه له نږدې ګوري، زده کوي چې ستونزې په زور نه، بلکې په خبرو، منطق او متقابل درناوي حل کېږي. دا درس به د هغه په راتلونکي ژوند کې د هر ډول ټولنیزو اړیکو لپاره یوه مهمـه پانګـه وي. حجـره د میلمه پالنې، سخاوت او همکارۍ احساس هم پیاوړی کوي. کله چې ماشومان د مېلمنو هرکلی کوي، اوبه او چای ورته وړي، د مشرانو او مجلس خدمت کوي، نو د مسئولیت احساس، تواضع او خدمت کولو روحیه پکې وده کوي. همدا کوچني عملونه وروسته د هغوی د شخصیت لویې ځانګړتیاوې ګرځي له بلې خوا، حجره د شفاهي ادب او کلتور د لېږد مهم مرکز هم دی. د اتلانو کیسې، تاریخي پېښې، متلونه، ولسي شعرونه، د خوشحال خان خټک، رحمان بابا او نورو شاعرانو ویناوې او غوره شعرونه، د ژوند تجربې او تاریخي روایتونه له همدې مجلسونو څخه نوي نسل ته رسېږي. ماشوم په دې توګه نه یوازې خپله ژبه او کلتور ساتي، بلکې د خپل هویت احساس هم پیاوړی کوي.
خو دا هم باید ومنو چې، هره حجره او هر مجلس د روزنې لپاره مناسب نه وي، که په حجره کې غیبت، سپکاوی، قومي تعصب، ناسمه ژبه، سګرټ، نشه یي توکي یا بې ځایه شخړې وي، نو هماغه چاپېریال د ماشوم پر شخصیت ناوړه اغېزه کوي. ارواپوهان ټینګار کوي چې، ماشوم د سفنج په څېر دی، ښه او بد دواړه ژر جذبوي. له همدې امله د حجرې اصلي اهمیت هغه وخت ساتل کېږي چې، د اخلاقو، پوهې، درناوي او سالمو خبرو مرکز وي.
په اوسني عصر کې که څه هم د ښوونځیو، پوهنتونونو، رسنیو او ډیجیټلي نړۍ رول ډېر شوی، خو د حجرې او دېرې ارزښت لا هم پر خپل ځای پاتې دی. که دا دود د زمانې د اړتیاوو مطابق وپالل شي، کولای شي د ماشومانو لپاره د کتاب لوستلو، علمي بحثونو، دیني او اخلاقي درسونو، کلتوري برنامو او ټولنیزو مهارتونو د روزنې یو اغېزمن مرکز وګرځي.
حجره او دېره د پښتني ټولنې یوازې دودیز مجلسونه نه دي، بلکې د شخصیت جوړونې، ټولنیز شعور، اخلاقي ارزښتونو، درناوي، زغم او مسئولیت منلو عملي ښوونځي هم دي. که کورنۍ، ښوونځي او ټولنه د حجرې او دېرې له سالم او روزنیز چاپېریال سره لاس یو کړي، نو داسې نسل به وروزي چې هم به له خپلې ټولنې، کلتور او دین سره مینه ولري او هم به د معاصر ژوند له اړتیاوو سره برابر، بااخلاقه، پوه او مسئول انسان وي.