د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کلوله پشته کلي رغونه پيل شوه

31 سنبله 1398

په دې وروستیو کې د کابل ښاروالۍ له انکشافي پروګرام څخه په څلورمه ناحیه کې په ۵۵.۷ هکتاره مساحت د کلوله پشته کلي رغونه پيل شوه. 

د دغه کلي په رغونه کې لاندې برخې شاملې دي: د ۸۴ کوڅو او کوچنیو او لویو سړکونو، چې مجموعي اوږدوالی یې ۱۰.۳۹ کیلومتره دی کانکریټ، د ۱۴.۳۵ کیلومتره اوږدې او ۴ متره پلنې ویالې جوړول، د دې ساحې د ۴.۲ کیلومتره پلو لارو جوړول، پر کم سورو ویالو فلزي پلچکونه نصبول او د تولیدي کثافاتو تنظیم. دغه کلی به په یوه کاري کال کې په پاخه او اساسي ډول جوړېږي، چې ګټه اخیستونکي یې ۱۰۰۷۳ کسان دي. د روان کال د یخنۍ موسم تر رارسېدو به د دغه کلي د زیاتو سړکونو کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته چمتو شي. دغه راز د خامه سړکونو ستونزي به یې په قسمي ډول حل او اوسېدونکي به یې اقتصادي او ټولنیزې ودې ته ورسېږي.