الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د ښار په ښوونځیو کې د رسامۍ سیالۍ جوړې شوې

1 میزان 1398

کابل ښاروالۍ د ښاري فرهنګ د لوړولو او د ښوونځیو د زده کوونکو د پوهاوي کچې د لوړوالي په موخه (په کابل ښاروالۍ کې د اروپایي ټولنې دفتر) په همکارۍ د ښار په ښوونځیو کې د رسامۍ سیالۍ جوړې کړې. 

د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري خدمتونو د معین مرستیال سرمحقق محمد فاضل شریفي چې د رسامۍ په یوه وروستي پروګرام کې ګډون کړی و، د زده کوونکو غوره نقاشیو ته یې ډالۍ ورکړې.

نوموړي د عالي ښاري فرهنګ غوړېدا، د سالمو تفریحي او ښوونیزو پروګرامونو جوړول، چې د ښاري قوانینو، اصولو او مقرراتو په رڼا کې د ژوند کچې ته پام پکې شوی وي، په اوسمهال او د ښار په لرلید کې اړین وبلل.