الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د څلورمې ناحیې اړوند سیمو څخه ۱۹۰۰ کیلوګرامه بې کیفیته توکي راټول شول


د څلورمې ناحیې مسئولینو د خوراکي او غیر خوراکي توکو د کیفیت د څارلو په لړ کې، د دې ناحیې له بازارونو څخه ۱۹۰۰ کیلوګرامه بې کیفیته توکي چې، د مصرف نېټه یې هم پای ته رسېدلې وه او دغه راز۴۰ لوډسپیکرونه چې، د غږیزې ککړتیا لامل ګرځېدل راټول او د له منځه وړلو په موخه یې ټاکلي ځای ته ولېږدول.
د ښاریانو د روغتیا خوندي ساتلو په موخه، په دې ناحیه کې د چاپېریالي روغتیا د څانګې له خوا څارنې دوام لري. همدا شان له ښاریانو غوښتنه کېږي چې، د خپلو اړتیا وړ توکو د پېرلو پر مهال د هغو نېټې او کیفیت ته جدي پاملرنه وکړي.
دغه راز ټولو پلورونکو ته سپارښتنه کېږي چې، د بې‌ کیفیته توکو له پلورلو څخه په کلکه ډډه وکړي.