الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ښار د عومي سړکونو په اوږدو کې د ۲۰۰۰ نویو کثافاتو دانیو د نصبولو چارې روانې دي


د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست، د کثافاتو د غوره مدیریت، د ښاري چاپېریال د پاکوالي او د ښاري کلتور د ودې په موخه، د ښار په عمومي سړکونو او پلیولارو کې د ۲۰۰۰ نويو کثافات دانیو د نصبولو لړۍ پیل کړې ده.
د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست د څېړنو کارپوه، انجنیر عبادالله بارکزي په دې اړه وویل: د دغه ریاست د عمومي طرحې له مخې، تېر کال د ښار په بېلابېلو سیمو کې د وچو کثافاتو، لکه کاغذ، پلاستیک او بوتلونو لپاره ۳۰۰۰ کثافات دانۍ نصب شوې دي.
د نوموړي په وینا، اوس مهال د ۲۰۰۰ نورو کثافاتو دانیو د نصبولو لړۍ هم روانه ده چې، د ۱۵۰۰ لپاره یې د نصبولو ځایونه په نښه شوي او په یو شمېر سیمو کې یې د نصبولو عملي چارې هم پیل شوې دي.
د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست له ښاریانو غوښتنه کوي، چې له کثافاتو دانیو څخه په سمه توګه ګټه پورته کړي، څو په سړکونو، پلیولارو او لښتیو کې د کثافاتو له اچولو څخه مخنیوی وشي. دغه راز یاد ریاست هیله څرګنده کړې چې، ښاریان دې د کثافاتو د راټولولو په برخه کې له تنظیفي کارکوونکو سره مرسته وکړي. دغه برنامه د کثافاتو د غوره مدیریت، د ښاري چاپېریال د پاکوالي او د ښار د پاک ساتلو په اړه د ښاریانو د مسؤولیت‌پالنې د پیاوړتیا په موخه پلي کېږي، څو کابل ښار د پاکوالي، نظم او ښاري کلتور په برخه کې په یوه غوره بېلګه بدل شي.