
د کابل ښاروالۍ د ۲۵ زیانمن شویو، له کاره لوېدلو او غیرضروري لېږد وسایطو د داوطلبۍ بهیر د موظف پلاوي په حضور او په شفافه فضا کې ترسره شو.
په دغو وسایطو کې تېزرفتاره موټرونه، لارۍ، د «ټاټا» ډوله منځني بسونه او د کثافاتو د راټولولو زاړه وسایط شامل وو، چې د داوطلبۍ په پایله کې په ټولیزه توګه د یو میلیون او ۵۰ زره افغانیو په دل کې وپلورل شول.
په دې داوطلبۍ کې لسګونو تنو متشبثینو ګډون کړی ؤ، چې په پایله کې هغه کس د داوطلبۍ ګټونکی وپېژندل شو چې، تر ټولو لوړه بیه یې وړاندیز کړې وه.
د داوطلبۍ دغه بهیر د زړو او غیرضروري وسایطو د لا ښه مدیریت او د کابل ښاروالۍ له شتمنیو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې په موخه، په بشپړه توګه په شفاف ډول ترسره شو.
د کابل ښاروالۍ ۲۵ زیانمن شوي او له کاره لوېدلي موټرونه لیلام ته وړاندې شول
11 سنبله 1405


