
د دویمې ناحیې اړوند د جویشیر–پل آرتل سړک د جوړولو او پراختیا چارې تر اوسه ۸۰ سلنه پرمخ تللې او او هممهاله یې د څراغونو د ۲۳ ستنو د مونتاژ او نصبولو چارې هم پیل شوې دي.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به د شپې له خوا ښاریانو ته ګڼې اسانتیاوې رامنځته او ترڅنګ به یې د دې سیمې ښکلا او نظم نور هم ریات شي .
د سړک جوړولو په دې پروژه کې چې، ۸۶۰ متره اوږدوالی او ۴۵ متره سور لري، د کانالونو، لښتیو، استنادي دېوالونو، پلیولارو او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول او په سړک د کرښو اچول هم شامل دي.
هڅې روانې دي، څو دغه پروژه هرڅه ژر بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به لېږد وسایطو او پلیوتګ کوونکو ته د لا ډېرو آسانتیاوو رامنځته کېدو ترڅنګ، د ښار په مرکزي برخو کې د ترافیکي ګڼېګوڼې د کمښت زمینه هم برابره شي.
د جوی شیر - پل آرتل سړک د څراعونو د ستنو(پایو) نصبولو چارې پیل شوې
14 سنبله 1405


