الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د اتمې ناحیې د نوې اداري ودانۍ د جوړولو چارې د بشپړېدو په حال کې دي

14 سنبله 1405


اتمې امنیتي حوزې ته څېرمه د اتمې ناحیې د نوې اداري ودانۍ د جوړولو چارې د بشپړېدو په حال کې دي او ټاکل شوې ده ډېر ژر ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دغه ودانۍ په دوه جریبه ځمکه کې طرحه شوې ده چې، اصلي ودانۍ یې په ۵۰۰ متره مربع سیمه کې د یوې تل‌‌خونې په ګډون په درېیو پوړونو کې جوړه شوې. په دې ودانۍ کې جومات شریف، اداري دفترونه، د غونډو خونه، دهلیزونه او تشنابونه هم په پام کې نیول شوي دي.
همدا راز د ودانۍ په شاوخوا کې پلې لارې او زرغونې سیمې هم په نظر کې نیول شوې دي څو له یوې خوا کارکوونکو ته مناسب کاري چاپېریال رامنځته او له بلې خوا به ښاریانو او مراجعینو ته مناسب ښاري خدمتونه وړاندې شي.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به اتمه ناحیه یوه ځانګړې او دایمي اداري ودانۍ ولري چې، دا کار د اداري چارو په تنظیم، د خدمتونو د وړاندې کولو د بهیر په چټکتیا او ښاریانو ته د لا ډېرو آسانتیاوو په برابرولو کې اغېزمن رول لري.