
د سطحي اوبو د مدیریت او د اوبو د ډنډ کېدو د مخنیوي په موخه، د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست له خوا د شپږمې او دیارلسمې ناحیې اړوند سیمو کې د ګلخانې کانال د پاکولو چارې روانې دي.
د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست د کانالونو آمر انجنیر نوید احمد شیرزاد په دې اړه وویل: د ګلخانې کانال چې شاوخوا ۱۲ کیلومتره اوږدوالی او له ۴ څخه تر ۷ مترو پورې سور لري، د پلان له مخې له ډېرو کلونو وروسته په اساسي توګه پاکېږي.
نوموړي زیاته کړه، د دې کار د ترسره کولو لپاره دوه عرادې اکسکواټورونه، یوه عراده جېسيبي، څلور عرادې د کثافاتو لېږدوونکي موټرونه او ۴۰ تنه کارکوونکي ګومارل شوي دي.
د هغه په وینا، د دې کانال په پاکولو سره به د اوبو د لېږد ظرفیت زیات او په ورڅېرمه سیمو کې به د موسمي بارانونو پر مهال، د اوبو د راټولېدو او ډنډ کېدو مخه ونیول شي.
نوموړي له ښاریانو وغوښتل چې، د پاکو شویو کانالونو او لښتیو په پاک ساتلو کې مرسته وکړي.
اړوند مسئولین وایي چې، د کانالونو او لښتیو د بندېدو له اساسي لاملونو څخه د ځینو ښاریانو بېغوري او د دغو تأسیساتو په اوږدو کې د بېلابېلو کثافاتو اچول دي. له همدې امله د اوبو د ډنډ کېدو د مخنیوي او د سطحي اوبو د مدیریت په موخه، د کانالونو او لښتیو د پاک ساتلو په برخه کې د ښاریانو مرسته یوه جدي اړتیا ده.
د ګل خانې کانال د پاکولو چارې روانې دي


