الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په دولسمه ناحیه کې درې تفریحي پارکونه او یو د سړک د غاړې ګلدان ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

3 میزان 1398

د دولسمې ناحیې د احمدشاه بابا مېنې اړوند څلورم، دولسم او دیارلسم بلاک د پارکونو تر څنګ د سړک د غاړې ګلدان نن د ۱۳۹۸ کال د میزان په ۲ مه د کابل ښاروال پوهنیار احمد ذکي سرفراز، د کابل ښاروالۍ مالي او اداري معین سید الرحمن جلال، د ښاري خدمتونو او چاپیریال ساتنې معین ‌‌‌‌‌‌ډاکټر مهتاب عالمي او ځایي مشرانو په حضور کې د پټۍ په پریکولو پرانستل شول.

د څلورم بلاک پارک په ۱۸۰۰ متر مربع، د دولسم بلاک پارک په ۱۱۵۰۰ متر مربع او د دیارلسم بلاک پارک په ۱۹۰۰۰ متره مرابع ځمکه او ګلدان بیا د چهار راهي محبس د قربانیانو پر واټ ۱۱۲۰۰ متره مربع د ۴۶۲۰۰۰ امریکایي ډالرو په ارزښت جوړ شو.

چې پارکونه یې چاردیوالي، څاګانې، پلې لارې، د اوبه خور سیستم، د ماشومانو د لوبو وسایل، چمنونه، نیالګي، د ساتونکو خونه او نورې اساسي او معیاري چارې یې د هبیتات موسسې په همکارۍ مخته وړل شوې دي.