الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د خیرخانې کوتل سړک د درېیمې برخې قیر چارې روانې دي

16 سنبله 1405


د خیرخانې کوتل سړک د درېیمې برخې قیر چارې د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا، د فني او تخنیکي معیارونو په پام کې نیولو سره روانې دي.
د سړک د دې برخې قیر چارې د سرای شمالي له څلورلارې څخه پیل او ټاکل شوې چې، د خیرخانې کوتل له سړک سره ونښلول شي.
یاد سړک چې، ۳۶۴۷ متره اوږدوالی او ۲۷ متره سور لري، کابل ښاروالۍ هڅه کوي څو د لومړۍ طبقې له بشپړېدو وروسته، د دې سړک د دویمې او درېیمې طبقې قیر چارې هم ترسره کړي، څو پروژه د روان کال په ترڅ کې، ان‌شاءالله، بشپړه او د ترافیکو پرمخ پرانیستل شي.
د خیرخانې کوتل سړک چې د کابل ښار له مهمو ترانزیټي لارو څخه شمېرل کېږي، هره ورځ زرګونه لېږد وسایط او هغه مسافر چې، د هېواد شمالي ولایتونو ته تګ راتګ کوي، ترې ګټه پورته کوي.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به د ترانسپورټي وضعیت د ښه کوالي او په دې سړک کې د ترافیکي ګڼه ګوڼې د کمښت ترڅنګ، د ښاریانو او مسافرو لپاره د خوندي تګ راتګ زمینه هم برابره شي.