د کابل ښاروالۍ په وړاندیز او د ریاستالوزرا د محترم مقام په منظورۍ، مولوي سردارولي ذاکر د کابل ښاروالۍ د اتمې ناحیې د نوي رئیس په توګه ټاکل شوی دی.
نوموړی د یوې غونډې په ترڅ کې د کابل ښاروالۍ د مقام د دفتر رئیس مفتي عبدالقادر نعماني او د کارکوونکو چارو رئیس مولوي محمد صارم محمود له خوا د اتمې ناحیې کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.
په دې غونډه کې د کابل ښاروالۍ د مقام د دفتر رئیس د خپلوخبرو په ترڅ کې د مشرتابه د لارښوونو پر عملي کولو اوپه غوره توګه د ور سپارل شویو دندو پرترسره کولو ټینګار وکړ او له نوي رئیس څخه یې وغوښتل چې، د ښاري خدمتونو د کیفیت د لوړولو، په اغېزمنه توګه د خلکو د چارو په تر سره کولو او د ښاریانو د رضایت د ترلاسه کولو لپاره په جدي توګه هڅې وکړي.
ښاغلي نعماني د مولوي سردارولي ذاکر ټاکنه پر ځای او دقیقه وبلله او ویې ویل چې، نوموړی له لوړو زده کړو او کاري تجربې برخمن دی او کولای شي د خپلو وړتیاوو او ظرفیتونو په کارولو سره، په اغېزمنه توګه د چارو په ترسره کولو او ښاریانو ته د غوره خدمتونو په وړاندې کولو کې رغنده رول ولوبوي.
دغه راز د کابل ښاروالۍ د مقام د دفتر رئیس ټینګار وکړ چې، ورسپارل شوې دنده باید په صداقت، ژمنتیا او رښتینې توګه ترسره شي، څو د ښاري چارو او خدمتونو د ښه والي په برخه کې مثبتې پایلې رامنځته شي.
د اتمې ناحیې نوی رئیس وټاکل شو
16 سنبله 1405


