الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په پنځمه ناحیه کې د ۶۰ جریبه غصب شوې ځمکې د بېرته راګرځولو بهیر پیل شو

17 سنبله 1405


کابل ښاروالۍ له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د بېرته ترلاسه کولو تخنیکي کمېسیون تر پرېکړې وروسته، د پنځمې ناحیې اړوند د ریګریشن په سیمه کې د ۶۰ جریبه غصب شوې ځمکې د بېرته راګرځولو بهیر پیل کړی دی.
له دغې سیمې څخه د غیرقانوني تأسیساتو د پاکولو بهیر، د سیمې اوسېدونکو او اړوندو کسانو ته د یو کال وړاندې له خبرتیا او د علماوو شورا له خوا د ټاکل شوې درې ‌میاشتنۍ مودې له بشپړېدو وروسته پیل شوی، چې له هغې مودې هم شپږ میاشتې اوښتې دي.
د سیمې د پاکولو بهیر لا هم دوام لري او ټاکل شوې ده چې، د دې بهیر له بشپړېدو وروسته، یاده ځمکه په بشپړه توګه د کابل ښاروالۍ د پراختیايي او ښاري پلانونو د پلي کولو لپاره چمتو شي. کابل ښاروالۍ ټینګار کوي چې، د دولتي ځمکو د بېرته راګرځولو، د غصب د مخنیوي او له ښاري ځمکو څخه د قانوني او معیاري ګټې اخیستنې په برخه کې به ګټور ګامونه پورته کړي او د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو بهیر به په جدي توګه دوام ولري.
د یادونې وړ ده چې، یاده ځمکه په تېرو کلونو کې د ځینو کسانو له خوا په بېلابېلو پلمو غصب شوې وه.