الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د دولسمې ناحیې د نوې اداري ودانۍ د جوړولو چارې وروستي پړاو ته رسېدلې دي

18 سنبله 1405

د ماموریت څلورلارې او د احمدشاه بابا مېنې د څلورم بلاک ترمنځ سیمه کې د دولسمې ناحیې د نوي اداري ودانۍ د جوړولو چارې وروستیو پړاوونو ته رسېدلې دي او ټاکل شوې چې دغه ودانۍ ډېر ژر ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
په یاده ودانۍ کې چې، د۵۵۰ متر مربع په مساحت سره، د یوې تهکوۍ په ګډون په درېیو پوړونو کې طرحه او جوړه شوې ده، جومات شریف، اداري دفترونه، د غونډو خونه، دهلیزونه او تشنابونه هم په پام کې نیول شوي، څو د کارکوونکو لپاره مناسب کاري چاپېریال او مراجعینو ته لا ډېرې آسانتیاوې رامنځته شي.
دغه راز د دې ودانۍ په شاوخوا کې پلي لارې او زرغونې سیمې هم په پام کې نیول شوې دي چې، د مناسب چاپېریال په رامنځته کولو سره به ښاري خدمتونو ته د ښاریانولاسرسي آسانه شي.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به دولسمه ناحیه یوه ځانګې او دایمي اداريودانۍ ولري، چې د اداري نظم په ښه والي، د خدمتونو د وړاندې کولو د بهیر په چټکتیا او د ښاریانو لپاره د لا ډېرو آسانتیاوو په برابرولو کې اغېزمن رول ولوبوي.