د چهارشنبه د ۱۳۹۸ کال د تلې په درېیمه په څلورمه ناحیه کې د کابل ښاروال احمد ذکي سرفراز له خوا د الحاج استاد قاري برکت الله سلیم، د سیمې د اوسېدونکو او مخورو په ګډون د ۱۰.۳۹ کیلومتره په اوږدوالي د کلوله پشته کلي د رغونې کار په رسمي ډول پیل شو؛ چې ۸۴ سړک او کوچینۍ او لویې کوڅې پکې شاملې دي او د کابل ښاروالۍ له انکشافي پروګرام څخه به د ۷۷ میلیونه افغانیو په ارزښت جوړېږي.