په پنځمه ناحیه کې له قرغې څخه تر کمپنۍ د نښلوونکو سړکونو د رغونې کار، چې د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون څخه تر سپين کلي او سیلو سړک پورې، سپين کلي له دېوان بیګي او د دېوان بېګي شمال پورې نښلوي، ټول اوږدوالی یې څلور کیلو متره او سور یې ۳۰ او ۴۰ متره دی، د کابل ښاروالۍ د ښاري ترانسپورت د اغېزمنتیا او ښهوالي پروګرام له خوا پيل شوی و، اوس د دغو سړکونو د قیر اچونې کار د سپين کلي له ساحې پيل شو.
له قرغې څخه تر کمپنۍ د نښلوونکو سړکونو د قیر اچونې کار پيل شو
4 میزان 1398