په یولسمه ناحیه کې د خیرخانه مېنې په پنځمه پروژه کې د ۶.۵۵ کیلومتره په مجموعي اوږدوالي د ۱۸ سړکونو او کوڅو د جوړولو او کانکریټ کار د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري خدمتونو مرستیال محمد فاضل شریفي له خوا د هغې سیمې د اوسېدونکو او مخورو په حضور پيل شو، چې په راتلونکو یولسو میاشتو کې د کابل ښاروالۍ د انکشافي پروګرام له خوا تر ۶۰ میلیونه افغانۍ په زیات ارزښت جوړېږي.
په یولسمه ناحیه کې د ۶.۵۵ کیلومتره سړک او کوڅو د جوړولو کار پيل شو
4 میزان 1398